1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کمپوچيا: د ماينونوقربانيان

حسن » بری «۱۳۸۵ آذر ۱۰, جمعه

د اټکلونوله مخې په کمپوچياکې تراوسه پورې لاهم څلورترشپږميليونه ماينونه ښخ دي، کوم چې دکورنۍ جگړې په ترڅ کې، چې د شپيتمې ميلادي لسيزې په پای کې پيل شوه اوديرش کاله يې دوام وکړ، د بيلابيلو جگړه کونکوخواو لخواايښودل شوي و.

https://p.dw.com/p/DMr9
انځور: AP

د ملگروملتونوله ماشومانوسره د مرسته کونکې ټولنې يونيسف په نوي راپورکې ويل کيږي چې، په کمپوچياکې هره مياشت لږترلږه ٦٠ ماينونه چاودي. د خلکو ٪٨٠ په کليواوبانډوکې، مستقيماً د هغوسيمو څنگ ته ژوندکوي چې ماينونه په کې ايښودل شويدي. د ماين چاودنوهردريم قرباني يوماشوم دی.

څلويښت زره معيوب شوي انسانان
د يونيسف د څرگندونوله مخې تقريباً ۴٠٠٠٠ تنه وگړو په تيروکلونوکې پښې اولاسونه له لاسه ورکړيدي. خواکثريت کورنۍ د عمليات کيدو يا د بدن د مصنوعي غړو د پيرودلولپاره پيسې نه لري. په ځانگړې توگه بيا د ښځواونجونوحالت ډيرخراب دی، ځکه چې هغوۍ له معيوبيدلووروسته، صرف په ډيرې سختۍ سره د ژوندملگري يا ميړونه موندلای شي.

د ماينونو د بنديزلپاره د نړيوال کمپاين د اټکلونوله مخې، له ماينونوڅخه د کمپوچيا بشپړپاکيدل په لسگونو کلونه دوام کولای شي.