1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کمېسيون: ۱۲۰ تنه نوماندان په درغليو تورن دي

۱۳۸۹ آبان ۳, دوشنبه

په دغو کانديدانو کي ځيني يې هغه دي چي په لومړنيو پايلو کي يې د بريالي توب پخلي هم سوي.

https://p.dw.com/p/Pmi0
د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي
د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنويانځور: AP

اوس د ټاکنو کمېسيون دنده لري چي له دغو کانديانو څخه لومړنۍ څيړني وکړي او که چيري جرم ورباندي ثابت سي نو دوی به يې څارنوالۍ ته حواله کړي.

دغه ۱۲۰ تنه په بيلا بيلو درغليو او تيروتنو تورن سوي نوماندان د ملک په ۲۳ ولايتونو پوري اړه لري.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون غړي ضيا رفعت په کابل کي د يوې خبري ناستي پر مهال وويل چي دوی ته له دغي ډلي څخه ۹۶ تنه نوماندان د کمېسيون له لوري او ۲۴ نور د امنيتي ادارو له خوا د درغليو په تور ور پيژندل سوي دي.

رفعت ګواښ وکړ چي که دغه نوماندان تر پينځو ورځو د خپل ځان سپيناوي و نه کړي، د ولسي جرګي د ټاکنو له ليست څخه به وايستل سي.

« ۹۶ نوماندان د ټاکنو د کمېسيون له خوا د درغلګرو په توګه را پيژندل سوي، که چيري تورن کسان د پينځو ورځو په دننه کي د ځان سپيناوی و نه کړي موږ حق لرو چي د هغوی دوسيې څارنوالۍ ته وسپارو».

نوموړی دغه راز ويلي دي چي ۱۷۵ نور نوماندان هم په درغليو تورن سوي او د هغوی تورنه لا په لومړني پړاو کي قرا لري او څېړني يې رواني دي.

د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو د کمېسيون غړي په ورته وخت کي يو ځل بيا په يو شمير ولايتونو کي د لسګونو مرکزونو د رايو د باطليدو خبر هم ورکړ.

«د کابل، بلخ، خوست، بادغيس او هرات ولايتونو په ټاکنيزو حوزو کي د ۳۳ مرکزونو رايي د درغليو له امله باطلي اعلام سوي».

رسمي ارقام ښيي چي تر اوسه پوري د ټول ټاکنو کمېسيون ته ۵۰۰۰ ډول ډول شکايتونه رسيدلي چي ۲۷۰۰ يي جدي شميرل سوي دي.

د کمېسيون چارواکي وايي چي د دوی له لوري جدي شميرل سوي شکايتونه د ټاکنو په پايلو اغيزه لرلای سي په داسي حال کي چي د پاتيو نورو اغيز لږ دي.

د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کمېسيون هر شکايت ته رسيدګي او د درغلګرو نوماندانو پيژندنه او عدلي او قضايي ادارو ته د هغوی سپارل خپله دنده بولي.

ميرويس جلالزی/کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل