1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کنایپ: د افغانستان ماموريت له خطرونو ډک دﺉ

۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبه

الماني جنرال مارکوس کنايپ وايي چي په افغاانستان کي پر مختگونه سوي دي او بايد وساتل سي. دغه جنرال د افغانستان په شمال کي د ايساف د ځواکونو قومندان وو. هغه څلور اونۍ مخکې خپله دنده ايريش فايفر ته وسپارله.

https://p.dw.com/p/14VoD
انځور: Bundeswehr

کنایپ څو اونۍ مخکې د افغانستان په شمال کي د ايساف د قومندان په توگه خپله دنده پریږده. هغه په برلين کي د خبري کانفرانس پر وخت د افغانستان په شمال کي د ايساف د فعاليتونو په هکله راپور ورکړ. کنایپ وویل:

«د احصائيو له مخي موږ د ۲۰۱۱ ميلادي کال په اوږدو کي د افغانستان په شمال کي د امنيت په برخه کې پرختگونه درلودل. خو په دغو احصائيو کي يو شمېر داسي پېښي هم رانغښتي دي چي د خواښنۍ وړ دي. په دغو پېښو کي د لوړ پوړو کسانو وژنې هم شامله دي.»

کنايپ پخپله هم د يوې داسي پېښي شاهد وو چي په ترڅ کي ئې هغه ژوبل او يو شمېر نور انسانان ووژل سول. دا پېښه د تير مېلادي کال په مې کي د تخار په ولايت کي رامنځ ته سوه چي پکښي د افغانستان د شمال د پوليسو قومندان جنرال داود ووژل سو. کنايپ په دغه پېښه کي تر ژوبل کېدو وروسته د دوو مياشتو له پاره په المان کي تر درملنې لاندې وو.

په افغانستان کي د ايساف دغه پخواني قومندان پخپلو خبرو کي زیاته کړه چي د افغان امنيتي ځواکونو روزنه له ټولو ستونزو سره سره بيا هم لومړيتوب لري. د نوموړي په وينا دغه روزنه د نړیوالو يوه مهمه دنده ده. هغه دا ومنله چي په دې ډگر کي يو شمير ستونزې هم شتون لري. کنایپ زیاته کړه: «که څوک د معيار له مخې دغه ماموريت ته وگوري او د معيار غوښتونکي وي نو ښايې دغه ماموريت هيڅکله پای ته ونه رسيږي. ما په تيرو کلنو کي ډير پرمختگونه ليدلي دي چي بايد په راتلونکې کې هم وساتل سي.»

د کنايپ په وينا د افغان ځواکونو په روزنه کي تر ټولو ستر خنډ هغه کسان دي چي د خپلو همکارانو پر ضد توپک را اړوي. په همداسي يوه پېښه کې د ۲۰۱۱ کال په فبروري مياشت کي يوه افغان سرتيري درې الماني عسکر وژلي ول. په دغه پېښه کي شپږ نور سرتیري ژوبل سوي هم ول.

کنايپ په خبري کانفرانس کي وويل چي المان د افغانستان په شمال کي يو شمېر د بيا رغاونې پروژې هم پر مخ بیولي دي او دا چي په دغه ډگر کي بايد هلي ځلي جاري وساتلې سي. د نوموړي په وينا په افغانستان کي د راغلو پرمختگونو ساتل مهمه دنده ده خو بايد له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتنې نيټه پر خپل ځای پاته سي.

الماني جنرال په خپلو خبرو کي زياته کړه چي افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤليتونو د لیږدولو پروسه بايد گړندۍ سي او د هغه تر څنگ باید له افغانستان سره مرستې جاري وساتلې سي.

انډرياس بوخ بېرگر/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش