1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

کندز او بغلان: شخړو کي عسکرو او ملکيانو ته تلفات اوښتي

۱۳۹۸ تیر ۱۸, سه‌شنبه

په کندز او بغلان کې د تازه شخړو په پایله کې لږ تر لږه ۲۲ امنيتي سرتیري او ملیکان وژل شوي دي. دغه پیښې داسې مهال کیږي چې پرون د دوحې په بین الافغاني دوه ورځنۍ غونډه کې دواړو لورو د ملکیانو د تلفاتو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/3LnIH
Afghanistan Erdbeben in der Provinz Baghlan
انځور: picture-alliance/dpa

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۹مه نیټه) افغان چارواکو وویل چې په کندز او بغلان ولایتونو کې د جلا امنیتي پیښو په پایله کې لږ تر لږه ۲۲ امنیتي سرتیري او ملکیان وژل شوي دي. د کندز د ولایتي شورا غړي امین الله ایدین وویل چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې طالب جنګیالیو د پوځ پر یوې پوځې قرارګاه برید کړی چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۵ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا یوه بل غړي صفي الله امیري، بیا د یادې پیښې په هکله نورې شمیرې وړاندې کوي او وايي چې په دې پیښه کې ۱۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د ولایتي شورا دواړه غړي وايي چې په دې پیښه کې ۱۳ تنه نور بیا ټپیان دي.

بل لوري ته د کندز ولایت په ګاوڼد کې پروت د بغلان ولایت چارواکي بیا په دې ولایت کې د امنیتي پیښو په پایله کې ملکیانو ته د تلفاتو د اوښتو خبر ورکوي. په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي اسدالله شهباز او د دې ولایت د ولایتي شورا غړي شمس الحق بارکزي وویل چې د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار په څنډو کې د یوه هوايي برید په پایله کې اوه ملکیان وژل شوي دي چې پکې شپږ ماشومان شامل دي.

یادو چارواکو همدا راز وویل چې تر اوسه پورې دا لار روښانه نه ده چې دغه هوايي برید د چا له لوري ترسره شوی دی. دا په داسې حال کې چې طالبان، امریکايي استازي او افغان سیاستوال د یوې مودې راهیسې د افغانستان د کړکیچ له پاره د یوه سیاسي حل لارې په لټه کې دي خو د افغانستان په بیلا بیلو برخو د خونړیو پیښو څپي کابو په ورځني ډول تلفات رامنځ ته کوي. سربیره پر دې، پرون د قطر په پلازمینه دوحه تر دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډې وروسته په ګډه خپره شوې قطعنامه کې له دواړو لورو د ملکي تلفاتو د کمښت او مخنیوي غوښتنه شوې ده.

DPA / kh/wa