1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز ـ د بې پولې ډاکټرانو روغتون نوې ودانۍ

۱۳۹۶ تیر ۳۱, شنبه

د شنبې په ورځ په افغانستان کې د بې پولو ډاکټرانو خپل یو کوچنی روغتون په شمالي کندز ولایت کې پرانیستلی. کابو دوه کاله مخکې د دوی یو روغتون د امریکايي هوايي برید په پایله کې ویجاړ او کابو ۴۰ کسان پکې وژل شوي وو.

https://p.dw.com/p/2h0VB
Afghanistan US-Luftangriff - Ärzte ohne Grenzen Krankenhaus in Kundus
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahim

په دغه نوې ودانۍ کې چې د ویجاړې شوې ودانۍ په سیمه کې نه ده، یو ډاکټر او پنځه نرسان فعالیت کوي او یوازې سطحي ټپي کسانو ته درملنه وړاندې کوي.

په افغانستان کې د بې پولو ډاکټرانو د پروګرام مشر سیلویا دالاتوماسینا د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې «موږ په کندز کې د خپلو فعالیتونو د بیا پیلولو پریکړه وکړه ځکه چې د روان تاوتریخوالي له امله ډیره اړتیا ورته لیدل کیده.» هغه همدا راز زیاتوي چې دغه کلینیک لومړنی ګام دی.

دغه سازمان په کندز ولایت کې خپل فعالیت د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت بند کړ چې په همدې ولایت کې د دوی پر یوه روغتون باندې د امریکايي او افغان ځواکونو د یوه هوايي برید له امله د ۲۴ ناروغانو په ګډون ۴۲ کسان ووژل شول. په وژل شوو کې د دې روغتون ۱۴ کارکوونکي او طالب جنګیالي هم وو.

د دې سازمان د پروګرام مشرې همدا راز هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې کال کې به د یوه نوي مرکز په جوړولو هم کار پیل شي.