1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز: ځانمرګي بریدونو ۴ تنه وژلي

۱۳۹۰ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

په کندز کي نن سهار «سه شنبه» دري ځانمرګي برید کوونکو په یو امنیتي شرکت برید وکړ. د بريد په پایله کي یی ۴ افغان ساتونکي چی د یوي الماني موسسي له خوا په کار ګمارل شوي ول وژل شوي دي. طالبانو د پیښي پړه پر غاړه اخیستي.

https://p.dw.com/p/129Fp
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: dapd

د کندز د پولیس ویاند سید سرور حسیني وويل چی نن سهار وختي ۴ بجي د ځانمرګي برید کوونکو څخه یو تن ځان د «کابورا» موسسي او د «لنډ ډیفنس» امنیتي شرکت چی د الماني مؤسسي (giz) امنیتي مسؤلیت یی پر غاړه لري مخي ته ځان والوزاوه.

د کندز ولایت د مقاماتو په وینا دوه نور برید کوونکي د موسسي وداني ته په ننوتو بریالي شول. مخکي له دي چی دغه برید کوونکي خپل ځانونه والوزوي، د افغان امنيتي ځواکونه سره يی څو ساعته په نښته لاس پوری کړ

د کندز ولایت مقامات زیاتوي چي په دغه پیښه کې د ملکي وګړو او پولیس په شمول ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. خو لا تر اوسه روښانه نه ده چي آیا په پیښه کي بهرنیو اتباعو ته هم کومه مرګ ژوبله اوښتی او که نه.

د کندز د امنیتي چارو یو ویاند، عبدالرحمان وویل چي وژل شوي افغان ساتونکي د الماني مؤسسي (giz) کارکوونکي وو.

ځايي اوسیدونکی عطاالله نظري چي د پیښي د ځاې څخه د ۲۰ متره په فاصله اوسیږي، دویچه ویله ته وويل چي په دغه ځای کي مخامخ جګړي تقریبا دوه ساعته دوام وکړ. هغه زیاته کړې د دې چاودني په پایله کي د ده د کور دروازي او شیشي زیانمني شوي دي. د کندز د پولیسو ویاند هم د دي خبري پخلي کړي چی د چاودني په ترڅ کی د پیښي ځاې ته نږدي اته، نهه کوره زیانمن شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دي پیښي پړه پر غاړه اخیستي.

د طالبانو له سقوط وروسته د افغانستان شمالي برخې نسبي ارامي سیمي وي، خو په تیره څه موده کي په دغه سیمو کي د تاوتریخوالي پیښو زور اخیستي.

د مي په میاشت کي د شمال زون د پولیس مشر جنرال داود داود، د تخار د امنیه قوماندان سره یوځاي د یو ځانمرګي برید قرباني شو. د جون په میاشت کي د جنرال داود د فاتحي په مراسمو کی هم یو ځانمرګي برید تر سره شو چي اصلي موخه یی د کندز د امنیي قوماندان سمیع الله قطره، په نښه کول وو. د دغه ولایت پخوانی امنیه قوماندان د مارچ په میاشت کي په یو ځانمرګي برید کي ووژل شو.

په افغانستان کي د امنیت د انتقال د بهیر سره سم د تاو تریخوالي په پيښو کي ډیروالي راغلي.

اژانسونه / سید ریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم