1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

کندز کې د طالبانو برید اته پولیس وژلي

۱۳۹۶ آذر ۲۹, چهارشنبه

د یوه افغان چارواکي په وینا په کندز کې د محلي پولیسو پر یوې پوستې باندې د وسله والو طالبانو په برید کې اته پولیس وژل شوي دي. په پيښه کې د ۱۵ یاغیانو د وژل کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2phXl
Afghanistan - Symbolbild - Afhanische Nationalarmee
انځور: picture alliance/dpa/M. Gambarini

د کندز ولایت د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي جګړه مارو د کندز ولایت په دشت آرچي، ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې باندي د چهارشنبې په سهار وختي برید کړی دی. د هغه په خبره د برید قربانیان محلي پولیس دي. نوموړي ویلي دي چې «د اردو پنځه تنه عسکر هم ټپیان شوي دي.»

د نوموړي چارواکي په خبره په دغه یو ساعته نښته کې پنځلس یاغیان هم وژل شوي دي او په وینا یې اوس په سیمه کې وضعیت تر کنترول لاندي دی.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسئوليت منلی او ویلي يې دي چې په پيښه کې یوولس تنه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له تیرې څه مودې راهیسي په ټول هیواد کي پر امنیتي پوستو باندي بریدونو زور اخیستی دی.

په داسې حال کې چې جګړه زور اخلي، ناټو پتېيلې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیر زیات کړي، څو د افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشورو کې مرسته وکړي.