1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار:يوه امريکايي سرتيري ۱۶ تنه ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبه

په افغانستان کي د ائتلافي ځواکونو يوه وياند ويلي دي چي ددغه هيواد په جنوب کي يوه امريکايي ستېري څو تنه ملکي کسان وژلي او ټپي کړي دي.

https://p.dw.com/p/14IuA
انځور: AP

کپيتان بروکوف جانستين ويلي دي چي دغه پيښه د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي نن يکشنبه (د مارچ ۱۱) را منځ ته سوې ده.

«د لومړیو راپورونو له مخي په پيښه کي يوه امریکايي عسکر پر ملکي کسانو ډزي کړي دي او مرگ ژوبله ئې را منځ ته کړې ده.»

وياند د پيښي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، او ويلي ئې دي چي د افغان او امريکايي ځواکونو لوړ پوړي چارواکي به د پيښي په اړه څېړنه وکړي.


دغه راز په دغه خبرپاڼه کي چي په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو له خوا خپره سوې ده د پيښي په اړه ژور خپگان ښوول سوی دئ.

پيښه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات په سيمه کي را منځ ته سوې ده. زنگاوات د پنجوايي ولسوالۍ په شاوخوا لس کيلومترۍ کي پروت دی او هلته د امريکايي ځواکونو يوه ستره قرارگاه ده.

پنجوايي ولسوالي د کندهار ښار په جنوب لوېديځ ۲۵ کيلومترۍ کښي پرته يوه پراخه ولسوالي ده چي تر ډيره ځايه د افغانستان دولت د وسله والو مخالفينو په کنترول کي ده.

د کندهار والي توريالي ويسا ويلي دي چي يو امریکايي سرتيری په پنجوايي ولسوالۍ کي له خپلي قرارگاه څخه وتلی دئ او پر عامو خلکو ئې ډزي کړي دي.

د ويسا په خبره په پيښه کي د ۱۶ تنو ملکي وگړو د مرگ ژوبلي خبر تائيد سوی دئ.

د کندهار والي په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

دويچه ويله هڅه کوي چي په سيمه کي له حکومتي او ملکي وگړو سره په تماس کي سي او په دې اړه بشپړ راپور او کره معلومات وړاندي کړي.

آژانسونه/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم