1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

کندهارښاریان د جګړې په اور کي ژوند کوي  

۱۴۰۰ مرداد ۹, شنبه

په کندهارښارکې جګړې، بمبارۍ او د هاوانونو بریدونه هغه څه دي، چي د ښاریانو خوږ ژوند يې سخت تریخ کړی دی. په کندهار ښار کي هره شپه او ورځ د درنو او سپکو وسلو د ټکانو له لاسه خلک نه خوب کولای سي اونه د ژوند نوري چاري.

https://p.dw.com/p/3yMVT
Afghanistan, Kandahar province | Einsatz der Afghan Special Forces gegen die Taliban
انځور: Danish Siddiqui/REUTERS

په دې ورځو کې د کندهار د ښار ډېره برخه یوې پوځي چوڼۍ ته ورته دی. اوسمهال د کندهار ښار په هره برخه کي تر نورو وسایطو ډېر پوځي ګاډي او د کډو بار موټرونه لیدل کېږي، چي د ښار له یوې سیمي بلي سیمی ته روان دي.

تر شلو زیاتي ورځي کیږي، چي وسله وال طالبان په کندهار ښار کي د ننه له دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. خلک له دواړو خواوو غواړي، چي سوله وکړي، ځکه د دوی په خبره جنګ تباهي او ورانی دی. د کندهار ښار یوه اوسیدونکي اسدالله د وضعیت په هکله دویچه ویله ته وویل: «په جنګ کي مي پلار، مشر ورور او د کورنۍ نور غړي له لاسه ورکړي دي. موږ کندهاریان له دې جنګه سخت ستړي یو، ځکه جنګ په ښار کي د ننه د خلکو ژوند ګواښي.»

دغه بشپړ رپوټ دلته په غږیزه بڼه هم اوریدلی شئ: 

کندهارښاریان د جګړې په اور کي ژوند کوي  

د کندهار یو بل اوسیدونکی صلاح الدین چې د جګړو له کبله یې خپل کور ترک کړی دی وايي چې جنګ موږ بې کوره کړي یو، هري خواته د کډو بار موټرونه دي. موږ یوازي سوله غواړو. ته وګوره عاجزي له کډو سره پر سړک ناستي وي داڅنګه ژوند دی. ښار یومخ بله څېره غوره کړې ده.»

د بې ځایه شویو کورنیو ډیروالی

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو مسؤلین وايي چې په دې وروستیو کي د کندهارښار په د ننه کي د جګړو له امله ۶ زره کورنۍ بېځایه سوي دي، چي ترډېره يې خپله مرسته د همکارو مؤسسو او ملي سوداګرو په مرسته ورته رسولې ده.

دوست محمد نایاب دیاد ریاست مسؤل په دې هکله وايي: «موږ شپږ زره کورنۍ تثبیت کړي او هغوی ته مو خپله تروسه مرسته رسولې ده. دا هغه مستحقي کورنۍ دی، چي دا مهال له خپلو کورنو څخه رابیځایه سوي دي.»

په کندهارکي د ورځ په ورځ ترینګلي امنیتي وضیعت له امله کاروبار په ټپه ولاړی دی، د خوراکي او غیري خوراکي توکو بیې مخ پر لوړه رواني دي، چي خلک يې نور له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

Afghanistan | Familien fliehen aus der Provinz Kandahar
انځور: Mohammad Ibrahim/DW

د دې ترڅنګ هره ورځ کندهار میرویس حوزوي روغتون ته تر لسو زیات ټپیان او مړي ور وړل کیږي، چي په تیره اوونۍ کي د کندهار ښار له بیلا بیلو سیمو څخه ۷۷ ملکي ټپیان او ۲۰ جسدونه ور وړل سوي وو.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټرمحمد داود فرهاد المان ږغ دویچه ویله ته وویل چې د رواني جګړې اکثره قربانیان ښځي او کوچنیان دي، چي په سړو مرمیو اود هاوان ګولیو په پرزو خوږ سوي دي.

د کندهار په څنګ کي هلمند هم هغه ولایت دی، چي جګړه يې د ښار څنډو ته ورسېدلي او خلک په سخت حالت کي ژوند کوي.

هلمندي ځوانان، مدني فعالان او فرهنګیان د کندهاریانو په ډول د جګړې د دواړو غاړو ترڅنګ له نړیوالي ټولني غواړي چي د دوی پرحال زړه وسوځي او د جګړې بل سوی اور مړ کړي.