1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: طالبانو پر ښاريانو بريښنا بنده کړې ده

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د کندهار ولايت چارواکي وايي، چي د هلمند ولايت په کجکي او د کندهار د ميوند ولسوالۍ په اړوندو سيمو کي مخالفو وسله والو او لاريوون کوونکو کندهار ته د برېښنا غزېدلي مزي او څو پايي ( خادې) له منځه وړي دي.

https://p.dw.com/p/18Uw6
Auf dem Bild sieht man eine Kreuzung in Kandahar Afghanistan; das Bild hat unser Korrespondent, Aslami Hekmatullah gemacht. Eingestellt September 2010 Zulieferer: Zeyarmal Najibullah
Kandahar Stadt Kreuzung neuانځور: DW

اوس په کندهار ښار کي برېښنا نه سته او خلگ له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي، وړمه ورځ د شپې ناوخته وسله والو مخالفينو د کجکي ولسوالۍ په اړوندو سيمو کي پر کندهار ښار برېښنا قطعه کړه.

د هغه په خبره، کوم وخت، چي د برېښنا شرکت تخنيکي ډله سيمې ته د پايو او مزو د بيا رغوني په موخه ورغله ، نو وسله والو له دوى څخه نه يوازي وسايل او وسايط واخيستل، بلکي يوه شپه يې بنديان کړي هم ول، خو تراوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي:

«د برېښنا رياست دغو١١ کارکوونکو ته د راخوشي کېدو پرمهال وسله والو ويلي دي، چې بل ځل دي دې سيمي ته د راتلو جرائت نه کوي، کنه نو وبه وژل سي. له دې سره هم مهاله په ميوند ولسوالۍ کي د طالب پلوه لاريون کوونکو له خوا هم د برېښنا درې پايي په بمونو الوزول سوي دي، دغه د برېښنا تر ټولو لويي پايې وې، چې په چاودېدونکو موادو الوځول سوي دي.»

د کندهار ښاريان د برېښنا اوږدې پرچاوۍ له ستونزوسره مخامخ کړي دي او له وسله والو څخه هيله کوي، چي دوى ته دي ستونزي نه جوړوي. د ښاريانو په خبره له يوې خوا د کندهار گرمي او له بلي خوا د برېښنا قصدا خرابول له عام ولس سره جفا ده او بايد وسله وال د ولس له ځورولو لاس واخلي:

«دا د وطن د دښمنانو کار دی، له يوې خوا گرمي ده، اوبه نه لرو له بلي خوا يې برق راباندې وشکاوه. زموږ مومنان ټوله غرمه سرې گرمۍ ته پراته وي، دا څرنگه اسلام دى.
له دولت څخه هم غواړو، چي د وطن د د ښمنانو مخه ونيسي او پر هر ځاى کي، چي لينونه او خادې په خطر کي وي، هلته دي پوستې ورته واچوي.»

د کندهار د برېښنا شرکت چارواکي هم په يادو سيمو کي ورته ستونزه مني او وايي ، تر دواړو پېښو وروسته له کجکي څخه کندهار ښار ته انتقالي برېښنا پرې سوې ده او په ښار کي د موجودي ډيزلي جنراتورونو څخه په نوبت هري سيمې ته برق ورکول کيږي. کندهار ښار ته د هيلمند د کجکي له بند څخه د٧٨٠ پايو په واسطه ١٤ مېگاواټه برېښنا ورکول کيږي.

د کندهار د برېښنا شرکت سوداگريز مسئول امان الله ايوب فاروقي وايي، اوسمهال کندهار ١١٠ مېگاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې په خبره يې د ډېزلي جنراتورونو٣٠ ميگاواټه برېښنا د کندهار ښار، فابريکو او نورو کارځايونو له پاره هيڅ بسنه نه کوي.