1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهاریانو د بې وسلې ښار د پریکړې هرکلی وکړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

په وروستيو کې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وويل چې تر دې وروسته به د افغانستان په لویو ښارونو کې د وسلو پر ګرځولو باندې بندیز ولګول شي. د کندهار ښاریانو د دې پریکړې هرکلی کړی دﺉ.

https://p.dw.com/p/14yto
انځور: AP

د کندهار اوسیدونکي په دې ښار کې د ځینو کسانو له خوا د وسلو لیږدولو په تنګ کړي دي نو له همدې کبله ئې د کورنیو چارو د وزارت د پریکړې هرکلی کړی دئ.

کندهاريان له دولت څخه د خپلې پرېکړې د جدي پلي کولو غوښتنه کوي او زياتوي چي له دې کار سره په کندهار کې امنیتي وضعیت لا پسې ښه شي. په کندهار کي د سياسي چارو فعال اغا محمد نظري، وایي: «د هر کارعملي جدي جنبه مهمه ده او که په عمل کي پياده نه سي هغه بيا د اوبو د سر خط دئ»

نظري زياتوي دا چي په راتلونکي وخت کي د کندهار امنيت افغان ځواکونو ته سپارل کيږي نو نه يوازي په ښارونو بلکې په ولسواليو کي هم بايد د لويو او کوچنيو وسلو پر ګرځولو باندې ټينګ بنديزونه ولګول سي چې خلګ په ارامه فضا کي ژوند وکړي.

د کندهار د سیاسي چارو کارپوه تورن نيک محمد خان، وایي چې په ښارونو کي د وسلو ګرځول خپله د نا امنيو نښه ده. د ده په خبره هر څوک چي په وسلو بار موټرونه او په وسلو سمبال پوليس ويني پر روحياتو ئې ناوړه اغيزه کوي:

«په ښارونو کي د وسلو ګرځول خپله د بدامنۍ څرګندونه ده. دښمن که چيرې په کوم ځاى کي وليدل سي نو دوى کولاى سي چي هلته له وسلو سره ورسي او يوازي ئې په ښارونو کي ګرځول د خلکو پر روحياتو سمه اغيزه نه کوي.»

د کندهار عام ښاريان هم ورته خبره کوي او وايي چي اوس مهال په کندهار کې تر ټولو لویه ستونزه وسلو جوړه کړې ده. کندهاريان وايي چې په دې لار کي له دولت سره همږغي دي خو دولت ته هم په کار ده چي په دې پرېکړه کي لحاظ او مراعتونه له منځه يوسي او ټولو ته په يوه سترګه وګوري.

د چارو يو شمير کتوونکي بيا وايي چې د کورنيو چارو وزارت تر دې مخکې له موټرونو څخه د تورو هندارو د ليري کولو پرېکړه هم کړې وه خو دا پرېکړه يوازي تر کمزورو پورې محدوده وه او زورور کسان ورڅخه معاف ول.

محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: مسعود جهش