1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کي تر ټولو ستر گواښ ښخ سوي ماينونه دي

۱۳۹۰ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

په کندهارکي امنيتي چارواکي وايي چي ددوى په و ړاندي; تر ټولو ستر ګواښ د مخالفينو لخوا ښخ سوي ماينونه دي. د امنيتي چارواکو په خبره تر مخامخ جګړې لاهم ددوى لپاره ښخ سوي ماينونه لوى خطردى.

https://p.dw.com/p/12Tdj
د ماينونو قربانيان
د ماينونو قربانيانانځور: dpa

په سهيل کي ددرېيم سرحدي زون د پوليسو عمومي قومندان مل پاسوال تفيسرخان خوګياڼى وايي چي په دې تيرو مياشتو کي ددوى پوليسو ته تر ټولو غټ تاوان د سړک د غاړي ماينونو اړولى دى.

 

« يوازينى تهديد چي په کندهار کي موجود دى، هغه د ماين تهديددى، په دغه تيرو څو مياشتو کي زموږ يو سرباز د دښمن لخوا څخه په مرمۍ نه دى لګيدلی، ټول تلفات مو د ماين له وجي دي

 

د کندهار امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال شيرشاه يوسفزى هم وايي چي ددوى پوليسو ته اکثره تلفات د ښخ سوي ماينونو دلاسه ور اوړي. خو نوموړى د سړک پر غاړه د ماينونو ښخول ددولت د مخالفينو کمزوري يادوي او وايي چي اوسمهال يې دښمن د مخامخ جګړې توان دلاسه ورکړى.

 

ددې پوښتني په جواب کي، چي ولي مځکني ماينونه د امنيتي ځواکونو په وړاندي تر ټولو سترګواښ دى ؟

په کندهارکي د درېيم سرحدي زون عمومي قومندان مل پاسوال تفسيرخان خوګياڼى وايي چي دوى د مځکني ماينونو د څار او له منځه وړولو پرمختللي وسايل نه لري.

 

نوموړى غوښتنه کوي چي که په دې لارکي ورسره لازمه مرسته وسي نو کيدای سي چي په مخکي پروت دغه لوى ګواښ که يو مخ کم نه سي نو د ګواښ ګراف خو يي تر ډېري کچي پوري راټيټ سي.

 

د هغه په خبره دوى خپلي ستونزي د لوړو څانګو سره شريکي کړي او هغوى ورته ډاډ ورکړى، چي په ډېرنژدې وخت کي به په دې لارکي کوټلي ګامونه پورته کړي او دوى به له دې لوى خطرڅخه وژغوري.

 

د کندهار امنيتي چارواکي د خپلو فعاليتونو په وړاندي په داسي حال د ښخ سويو ماينونو د ګواښ څخه پرده پورته کوي چي د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي په افغانستان کي د جگړې د پيل راهيسي بيا د روان کال د اگست د مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري د تر مځکي لاندي ماينونو په چاودنو کي ۷۳۸ امريکايي سرتيري وژل سوي او۷۸۵۷ نور ټپيان سوي دي.

 

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په کورونو کي جوړيدونکي بمونه او ماينونه نه يوازي د ګډوځواکونو په وړاندي کارول کيږي، بلکي په خپله د عادي افغانانو ژوند هم له خطرسره مخامخ دى.

محمد ابرهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل