1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کي د پاکستاني طالبانو د ډيرېدو ويره

محمد ابراهيم سپېڅلی/کندهار۱۳۹۲ خرداد ۶, دوشنبه

د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د پاکستاني طالبانو د ډېرېدو انديښنې زياتي سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي د دغي ولسوالۍ له ځينو برخو څخه نړيوال سرتيري وتلي دي. (انځور آرشيف)

https://p.dw.com/p/18eQY
In a photo made Aug. 5, 2012, a Pakistani Taliban militant holds a rocket-propelled grenade at the Taliban stronghold of Shawal, in Pakistani tribal region of Waziristan along the Afghanistan border. Pakistan's decision to launch an operation against Islamist militants holed up in a key tribal sanctuary along the Afghan border has sparked rare optimism among U.S. officials who have been demanding action for years. (Foto: Ishtiaq Mahsud/AP/dapd)
Talibanانځور: dapd

د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي په کندهار کي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۲۷) په ېوه خبري غونډه کي وويل، چي د ولسوالۍ د پراخوالي په کچه يې امنيتي ځواکونه لږ دي او نه سي کولاى، چي له ټولو کليو څخه په بشپړه توگه ساتنه وکړي:

«پنجوايي ولسوالۍ ته د پاکستان له رخصت سويو مدرسو څخه وسله وال طالبان راغلي دي او د خلګو ژوند يې له ګواښ سره مخامخ کړى دى. دغه طالبان په داسې وخت کي راغلي دي، چي د موشان او تلوکان له سيمو څخه د ايساف ځواکونه وتلي دي او دا به يو څه ستونزمنه وي، چي په څلورنيم سوه ملي پوليسو، درې نيم سوه سيمه ييز پوليسو او د ملي اردو په دوو کنډکونو باندي دغه لويه ولسوالي وساتو.»

د هغه په خبره، دوى په دې وروستيو کي تر پنځوس زيات داسې پاکستاني روزل سوي وسله وال طالبان د عملياتو او مخامخ جګړې پرمهال نيولي دي، چي پر پښتو، دري او اردو ژبو سربيره يې په انګلسي رواني خبري کولاى سواى.

څه موده وړاندي د دغي ولسوالۍ د زنگاوات او سپيروان سيمو اوسېدونکو د وسله والو طالبانو پرضد وسله وال پاڅون وکړ.
پاڅون کوونکو ويل چي د وسله والو طالبانو له خوا ډېر زورېدلي دي او نور به هيچا ته اجازه ورنه کړي، چي د طالبانو په نامه د دوى په سيمه کي د ګډو ځواکونو پرضد فعاليتونه وکړي او تاوان يې دوى ته ورسيږي.

د دغي سيمي يو تن پاڅونوال عبدالقيوم وايي چي په دې لس کاله ئې د جنگ او جګړو له لاسه کښت و کروندي او سل کلن باغونه له منځه تللي دي. د هغه په قول د وسله والو له خوا په ايښوول سوي ماينونو کي يې په لسونو بې ګناه کليوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال دا خبره تائيد وي چي وسله وال طالبان له ماينونه څخه ډېره ګټه اخلي، خو د دوى او نړيوالو ځواکونو لخوا په تېر يوه کال کي په سلهاوو د سړک دغاړي ښخ کړي سوي ماينونه له منځه وړل سوي دي.

ولسوال زياتوي، د جګړو، نا امنيو او ماين چاودونو ترڅنګ بيا هم د ولسي خلګو په همکاريو توانېدلي دي، چي د ولسوالۍ په ځينو سيمو کي تر لسو زيات تړلي ښوونځي بيا پرانيزي او د سيمو د خوندېتوب په موخه يې د سيمه ييزو پوليسو د روزني لړۍ هم راپيل کړې ده.

پنجوايي، د کندهار يوه له مهمو ولسواليو څخه ده ، چي ښار ته پنځه ويشت کيلو متره نژدې موقيعت لري. د وسله والو طالبانو اکثره مشران او د کوټي شورا ځيني غړي د همدې ولسوالۍ اوسيدونکي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب