1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کې د اسهال د ناروغۍ خطر زیات سوی

۱۳۹۰ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

د کندهار ولایت د روغتیایی خدماتو چارواکو وویل چی د شوراک د ولسوالۍ په یولس کلیو کې 150 تنه د نس ناستي یا اسهال په ناروغۍ اخته سوي دي، خو د مړينې شواهد تر اوسه پوری نه دی لیدل شوی. دا ناروغۍ د ناپاکو اوبو څخه پیدا کيږي

https://p.dw.com/p/12H5k
د کندهار په یو روغتون کی د ناروغانو درملنه
د کندهار په یو روغتون کی د ناروغانو درملنهانځور: AP

د کندهار د روغتیایی چارو د مامورینو د وينا له مخی دغه ناروغي د کندهارد ښوراوک ولسوالۍ د باديزي، رحم الدين کاريز، دبلوڅانوکاريز، شېراني ، صاحبان، جانيزي ، تورزي ، الکوزي، عليزي اوياسين زي کي د پنجشنبې د ورځي راهيسي خپره سوې ده.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا وايي چي تراوسه په دې ناروغۍ 30کوچنيان، 40نارينه او 45ميرمني اخته سوي دي .

د نوموړي په خبره د دوى درې کسيز ټيم سيمي ته تللى اوهلته يې تر ډېره دغه ناروغي کنټرول کړې ده.
.
پخلا وايي چي ناروغي د ناپاکواوبو د استعمال څخه خپره سوې ده . هغه یادونه وکړه: «يوولس کلي وو چي دغه ناروغي پکښي خپره سوې ده ، منشاء د دغي ناروغۍ له اوبوڅخه وه دوى دوه ډوله اوبه استعمالولې چي يو دکاريز اوبه او بل د ډنډ اوبه»

د تلفاتوپه اړه پخلا زياتوي چي د دوى ورغلي ټيم څوک نه دي ليدلي چي له دې ناروغۍ دلاسه وژل سوي وي خوپه خبره يې چي په سيمه کي کليوالو ورته ويلي چي له دې ناروغۍ څخه ٦تنه وژل سوي دي. پخلا دا معلومات کره نه بولی.

هغه د آلمان غږ راډیو ته وویل:«دکليوالوله ويناووڅخه چي دوى زموږ ورغلي ټېم ته ويلي ٦ تنه چي په دې کي يوغټ اوپنځه تنه کوچنيان وژل سوي دي، ولي موږ په دې اړه دقيق ارقام نه لرواو نه هم شواهد د دې مړيني لپاره موندل شوی دی. دا د محل دخلکويوه اوازه ده .»

د کندهار دعامي روغتيا رئيس له دا ډول ناروغيوڅخه د مخنيوي په لارکي د ځان د پاکی توصيه کوي او وايي چي خپلوخوړوته هم باید کلکه پاملرنه وشی. هغه وویل:« د شپې پاته سوې خواړه باید ونه خوړل سي اود دې ترڅنګ د ايشولواوبوڅښاک د دې ډول ناروغيوسترعلاج دى» .

د روغتيا رئيس زیاتوی چی «خوراکی شیان بايد په پاکولاسونو جوړ او په پاکولاسونوباندي وخوړل سي، د خوراک د خوړلوڅخه ترمخه اود تشناب له تګ څخه وروسته خپل لاسونه په صابون پرېمنځل ډيرضروري دي.»

اکثره کورنۍ د شپې پاته سوې خواړه سهارخوري اويا دسهارخواړه غرمه خوري، دغه خپله ډېرخطرناک کاردى. بله خبره داده چي د اوبود څښلوپرمهال دې پام وسي چي اوبه له څښلوڅخه ترمخه وايشول سي. دا به ډېره ښه وي او که په کومه کورنۍ يا کلي کي داسي ناروغي پيدا کيږي بايد ژرترژره نژدې روغتيايي کلينک ته مراجعه وسي او ډاکټران خبرکړل سي ترڅو پروخت ورسره کومک وکړو.

تردې وړاندي هم د کندهار په معروف اود زابل په اټغرولسواليوکي يوشميرکسان ددغي ناروغۍ له امله په سخته نس ناسته اخته سوي وو چي د چارواکيوپه خبره تلفات يې هم لرل .

نس ناسته يوه مکروبي ناروغي ده چي ناپاکواوبود څښلوڅخه رامنځته اوترکوچنيانولويان زيات په دې ناروغۍاخته کيږي.

ډاکټران وايي چي د نس ناستي ناروغان که ژر روغتيايي مرکزونوته مراجعه ونه کړي، ډېرامکان لري چي خپل ژوند دلاسه ورکړي .

کندهار/ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: عبدالباری حکيم