1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندوز:په چهار دره کي د طالبانو يو بل قوماندان وژل سوی دی

۱۳۸۹ دی ۱۰, جمعه

د افغان امنيتي چارواکو په خبره د طالبانو يو لوړ پوړی قوماندان او د هغه يو شخصي محافظ پرون شپه د افغان او ناټو ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کي وژل سوی دی.

https://p.dw.com/p/Qlg5
ناټو په چهار دره کي د پنجشنبې د شپې د عملياتو پخلی وکړی
ناټو په چهار دره کي د پنجشنبې د شپې د عملياتو پخلی وکړیانځور: AP

د کندوز ولايت وياند، هارون آريانژاد د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي مولوي بهادر پرون شپه په چهار دره کي چي د طالبانو د فعاليتونو ټاټوبی دی، ووژل سو.

د کندوز د پوليسو قومندان، عبدالرحمن سيد خيل د آلمان خبري آژانس ته وويل چي بهادر د طالبانو له خوا د کندوز د والي په توګه تاکل سوی ؤ.

هغه زياته کړه چي د ناټو او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کي څلور مشکوک اورپکي هم نيول سوي دي.

د چهار درې ولسوال، عبدالوحيد عمر خيل د امنيي قوماندان وينا رده کړه او وويل چي نيول سوي کسان اورپکي نه بلکه هغوی عادي « کليوالي خلک» دي.

که چيري د ملا بهادر چي په کندوز کي د طالبانو د والي په توګه معرفي سوی، د وژل کيدو خبر رښتيا وي، دا د هغوی دوهم ګمارل سوی والي دي چي په دغه ولايت کي وژل کيږي.

څو مياشتي مخکي په کندوز کي افغان او ناټو ځواکونو ادعاوکړه چي د هغه ولايت لپاره يې دطالبانو لخوا ټاکل سوی والي په يو بريد کي وژلی دی.

ناټو په چهار دره کي د پنجشنبې د شپې د عملياتو پخلی وکړی. خو دا چي د هغو په نتيجه کي څوک وژل سوي دي، د ناټو په وينا پاڼه کي څه نه دي راغلي.

د نړيوال امينتي مرستندوی ځواک آيساف په خبر پانه کي دومره راغلي دي چي په چهار دره کي د هغو زور پالونکو پر ضد عمليات وسول چي غوښتل يې پر ناټو او افغان ځوا کونو باندي حملې وکړي.

وروسته له هغه چي په 2001 کال د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيوالو ځواکونو له خوا په افغانستان کي د طالبانو رژيم نسکور سو، هغوی کابو د دغه هيواد په هر ولايت کي پټ واليان وګمارل چي د هغوی په استازيتوب په پټو فعاليتونو لګيا دي.

دغه ډول ګمارل سوي واليان په حقيقت کي د هغوی قوماندان دي، خو د « والي» نوم پر ايښودل سوی دی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل