1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که د پیسو د نه منځلو قانون تصویت نه شي ستونزې ډیریږي»

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۳, شنبه

د افغانستان د سوداگري او صنایعو وزارت وایي چې که د پیسو د منځلو د منع قانون تصویب نه شي نو افغان سوداگر به په راتلونکې کې له لا ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان شي.

https://p.dw.com/p/1C6FZ
انځور: AP

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي، د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د دې قانون له تصویب او توشیح پرته، په چین کې د افغاني بانکونو حسابونه کنگل شوي او لا به هم کنگل شي. دا په دې معنی ده چې له دې کبله د خصوصي سکتور ټول بخشونه په اندیښنه دي. موږ غواړو چې دغه قانون ژر تر ژره تصویب شي.»

په وروستیو وختونو کې د افغانستان د مرکزي بانک مشر نورالله دلاوري، گواښ کړی وو چې که د پیسو د منځلو یا د غیر قانوني پیسو د قانوني کولو پر ضد د مبارزې قانون تصویب نه شي، نو افغانستان به له مالی لحاظه د یو شمیر هیوادونو په تور لیست کې شامل شي. که دغه کار وشي نو سوداگر به و نه شي کولای له هغو هیوادونو سره معاملې وکړي چې افغانستان یې په مالي تور لیست کې شامل کړی وي.

پیسې هغه وخت په اصطلاح منځل کیږي چې قاچاق وړونکي، مافیا او ترهگر خپلې غیرې قانوني پیسې د بانکونو له لارې قانوني کړي. ترهگرو ته د بانکونو له لارې د پیسو استول هم د پیسو د منځلو یوه برخه ده.

پر دې اړخیز تجارتي تړون باندې موافقه

د افغانستان د سوداگري او صنایعو وزارت همداراز ویلي دي چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان، تاجیکستان او پاکستان تر منځ یوه درې اړخیزه غونډه شوې ده چې په کې د درو واړو هیوادونو د هوانوردۍ، سواداگرۍ او اقتصاد د وزارتونو استازو گډون لاره. دغه غونډه په تاجیکستان کې شوې ده.

په دې غونډه کې پریکړه شوې ده چې درې واړه هیوادونه په خپل منځ کې د سوداگري اړیکو د پراخولو یو تړون لاسلیک کړي. که دغه تړون لاسلیک شي نو د درو واړو هیوادونو تر منځ به د سوداگري په برخه کې ډیر سهولتونه رامنځ ته شي.

قوقندي په دې اړه وویل: «کله چې یو تړون په درې اړخیزه او څلور اړخیزه اوري، پرته له شکه چې ډیر سهولتونه رامنځ ته کیږي.» د دغه تړون د لاسلیکدو په صورت کې د درو واړو هیوادونو لارۍ موټر کولای شي چې په اسانۍ سره له دغو هیوادونو څخه تیرې شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب