1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که د ډيورنډ کشاله حل نه سي ستونزي ډېريږي»

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۵, یکشنبه

د ډیورنډ کرښي پر سر د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ وروسته له هغي ناندرۍ ډيري شوې چې تیره اوونۍ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې دغي کرښي ته څرمه د دواړو خواوو ترمنځ وسله واله جګړه وشوه.

https://p.dw.com/p/18SXZ
--- 2012_08_16_afghanistan_pakistan_FRA.psd
Karte Afghanistan Pakistan Französischانځور: DW

په دې جګړه کې د یوه افغان عسکر او ۹ پاکستاني پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شو او د وژل شوي افغان سرتیري مړی په ننګرهار ولایت کي د خلکو له ګرمو احساساتو او ستاینو سره خاورو ته وسپارل شو.

افغان ولسمشر دې پیښي ته په غبرګون سره د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۴) وویل، چي پاکستان غواړې په دغه راز تلاښونو سره د ډیورنډ کرښه رسمي کړي خو افغان ولس به هیڅکله هم دا کرښه په رسمیت ونه پیژني.

کارپوهان وايي تر هغه وخته پوري چې د ډیورنډ کرښې موضوع اواره نه شي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به ګوشتې ته ورته نوري وسله والي نښتې هم رامنځته شي.

د سیمه ییزو چارو کتونکی رحیم الله یوسفزي په دړه له دوچه ویله سره په خبرو کي وویل:«زما په خیال ترڅو پوري چې دغه بنسټیزه مسئله حل شوي نه وي او په دې اړه یو بشپړ سپیناوی رامنځته شوی نه وي بیا به هم تاوتریخوالی وی او بیا به هم د داسې نښتو خطر وي.»

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکې وايي، چي د ډیورنډ کرښې موضوع په افغانستان او سیمه کې په ترهګرۍ او افراطیت پوري تړلې ده.

د دغه وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د می ۵) په کابل کې خبري غونډي ته وویل، چي پاکستاني مشران باید دې ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي:

«د ډیورنډ مشکل هغه مهال حل کېدای شي، چې په سیمه کې د تروریزم او افراطیت مشکل حل شي. متاسفانه د دغو دواړو مسایلو ریښې په پاکستان کې دي.»

افغان کارپوهان په دې آند دي چې پاکستان د افغانستان له اوسني وروسته پاته وضعیت څخه په ګټه اخېستني سره د ډیورنډ کرښې ته څرمه دغه راز کړکیچونو ته لمن وهي.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لیوال وايي پاکستان هڅه کوي چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي نړېوال سرحد په توګه وپیژندل شي:

«دوی کله نا کله داسې حرکات د دې له پاره کوي چې افغانستان خپلو حدودو ته ستانه شي او بالاخره دغه حدود په نخښه شي خو افغانستان هیڅکله هم دغه کرغیړنه کرښه د بین المللي سرحد په توګه نه ده پيژندلې.»

دغه راز د افغانستان مشرانو جرګې هم د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر د راپورته شویو شخړو په اړه بحث وکړ.

یو شمېر وکیلانو په هېواد کي رواني ناامنۍ په ډیورنډ کرښې پوري تړلي وبللې او په ټینګه یې وغوښتل چې نور دې ستونزي ته د پای ټکی کښېښوول شي.