1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که لوېديځ زموږ شرطونه ومني موږ به د يورانيمو غني کول ودروو

۱۳۸۸ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

د اونۍ تر پايه پورې لويديځ هيله درلوده چې د ايران حکومت به بيا هم جوړ جاړی ومني. ولسمشر احمدي نژاد دغه امکان ته تېره اونۍ اشاره کړې وه...

https://p.dw.com/p/LwlU
په ايران کي د لايزر د فابريکې څخه د محمود احمدي نژاد کتنه
په ايران کي د لايزر د فابريکې څخه د محمود احمدي نژاد کتنهانځور: AP

اوس خبره رسمي شوه. ايران به په راتلونکي کې پخپله يورانيوم بډای کوي، سره له دې چې له بهر څخه ورباندې ډېرې نيوکې وشوې. د اونۍ تر پايه پورې لويديځ هيله درلوده چې د ايران حکومت به بيا هم جوړ جاړی ومني. ولسمشر احمدي نژاد دغه امکان ته تېره اونۍ اشاره کړې وه. خو د ايران د بهرنيو چارو د وزير متکي ناڅاپي سفر د مونشن امنيتي غونډې ته په دې برخه کې نوې لاسته روړنې ونه لرلې. په دې ډول د ايران د اتومي انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي د دوشنبې په ورځ د ايران په تلويزيون کې وويل:

«زه په دې ترتيب اعلانوم چې يو مشخص ليک د اتوم نړيوالې ادارې ته ورلېږل شوی دی. موږ په دغه ليک کې خپله غوښتنه څرگندوو چې ويرانيوم به شل سلنې بډاي کړو. له پروتوکولونو سره سم به د اتوم د نړيوالې ادارې څارونکي هم حاضر وي. موږ به، که خدای کول، د سه شنبې په ورځ د بډاينې بهير پيل کړو»

خو صالحي زياته کړه چې دوی به بډاينه ودروي، کله چې لويديځ د تهران شرطونه ومني. ايران د لويديځ لخوا د جوړ جاړي وړانديز رد کړی و. د دغه وړانديز له مخې به د ايران اسلامي جمهوريت لږ بډای شوي يورانيوم په بهر کې شل سلنو ته غني کړي وای. د صالحي د څرگندونو له مخې يوازې د ضعيفو يورانيومو په بدل کې د زياتو بډايو يورانيومو راکړه ورکړه په »تدريجي ډول« د منلو وړ ده. دغه وړانديز د دې معنا لري چې ايران د خپلو يورانيومو لوړ مقدار بهر ته نه لېږدول غواړي.

علي اصغر سلطاني، چې د د اتوم په نړيواله اداره کې د ايران استازی دی، زياته کړه دوی بډاي کولو ته نور ډېر انتظار نه شوای ايستلی، ځکه چې په هېواد کې دننه د درملنې په برخه کې ورته اړتيا ده. اوس اته مياشتې اوښتي دي له کله راهيسې چې اتومي ادارې ته د سوند د توکو اړتيا په رسمي ډول په ډاگه شوې وه.

فرانسې او د امريکا متحدو آيالتونو اعلان کړی دی چې د ملگرو ملتونو د امنيت په جرگه گۍ کې به د لا سختو بنديزونو غوښتنه کوي. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير بېرنهارد کوشنر وويل، د ايران هغه پلانونه چې غواړي يورانيم بډاي کي، د ملگرو ملتونو د امنيت د جرگه گۍ د ټولو پرېکړه ليکونو خلاف يو کار دی. د آلمان د حکومت وياند اولريش ويلهېلم څرگنده کړه چې د ايران نوې غوښتنه دا ښېي چې نوموړی هېواد د اتوم له نړيوالې ادارې سره گډ کار نه کوي. ايران ته بايد يو وړانديز لا برقراره پاته وي، خو د تهران د سرغړونې په صورت کې بايد ديپلوماتيک فشار لا پسې لوړ شي.

په دې ترڅ کې د ايران يو قوماندان اعلان کړی دی چې نوموړی هېواد د هوايي ځواک پر يو دفاعي سيستم باندې کار کوي. دغه طرحه به ډېر ژر نړۍ ته وړاندې شي. اوسمهال تهران د هوايي دفاع په موخه S300 ډولو روسي توغنديو ته انتظار باسي. روسيې د لويديځو هېوادونو د مخالفت سره سره دغه توغندي په ايران باندې پلورلي دي، خو تر اوسه پورې يې لا ښايي نه دي ورلېږلي. د دغو توغنديو په مرسته به ښايي تهران وغواړي چې د ايران پر اتومي بټيو باندې بريدونه شنډ کړي.

Pfeffer, Kilian Istanbul/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل