1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که مو غږ وانه وریدل شي ځان ته اور اچوو»

۱۳۹۸ تیر ۲۹, شنبه

د افغانستان د پارلماني ټاکنو یوشمېر ښځینه معترضو نوماندانو خبرداری ورکړ چې که غږ یې وانه وریدل شي، ځانونو ته اور اچوي. دغه نوماندانې وایې چې پارلماني ټاکنو کې یې پر زرهاوو رایو سترګې پټې شوې دي.

https://p.dw.com/p/3MQ4x
Afghanistan Kabul | Aktion von Kandidatinnen die nichts ins Parlament gewählt wurden
انځور: DW/G. Adeli

د افغانستان پارلماني ټاکنو یوشمېر معترضې نوماندانې، نن پنجشنبې د اعتراض پر یوه نوې بڼه کابل ښار زنبق څلورلارې کې د رسنیو پر وړاندې راښکاره شوې. هغوی د باروړونکو موټرو په باډیو چې د قفسونو په څېر جوړې شوې وې ځانونه بندیان کړي او څو تنو یې خولې هم تړلې وې. ددې خوځښت یوې غړې هیله مجتبی دوچه ویله ته وویل:
«مونږ درې میاشتې په خیمه کې تېرې کړې خو هیچا زموږ غږ وانه ورید. مونږ نن مجبور شوو چې موټرو کې قفسونه جوړ او ځانونه پکې واچوو.»
دغو ښځینه معترضینو درې میاشتې وړاندې ارګ ته څیرمه د خیمې په وهلو سره اعتراض پيل کړ، خو د هغوی پر وینا پولیسو یې پرضد د تاوتریخوالي ترڅنګ د اعتراض خیمه هم ورټوله کړه. له دې  وروسته هغوی د سترې محکمې مخې ته کېناستلې او ان تېره اونۍ د امریکا سفارت مخې ته هم راټولې شوې وې. له دې ډلې د کندهار یوې معترضې نوماندې ارزو صافۍ دويچه ویله ته وویل چې اعتراضونه یې نه یوازې څېړل کیږي نه، بلکې پولیسو یې پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند هم کړی. 
«موږ د پولیسو له خوا هم وهل شوي یو هم ټکول شوي یو. نه پوهیږم چې په دغه ملک کې د حق غوښتل ګناه ده. موږ يوه اختصاصي کمېټه غواړو چې د دغو ټولو ښځو اسناد وڅیړي.»
پارلماني ټاکنې ډېرې جنجالي وې

د تېرو پارلماني ټاکنو دغه معترضو نوماندانو چې ډېرو یې د ټاکنو پایلو په لومړي لیست کې پارلمان ته لاره موندلې وه، خو د پایلو له وروستي لیست څخه یې نومونه اېستل شوي، ادعا لري چې ټاکنیزو کمېسیونونو یې پر زرهاوو رایو باندې معامله کړې. یوې بلې معترضې نوماندې ډیوه نیازۍ خبرداری ورکړ چې د ټول تاوتریخوالي سره سره به هم خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي خو که بیا یې هم غږ وانه وریدل شي وروستی اقدام به یې څه وي؟ آغلې نیازۍ په دې اړه وايي:
«وروستی اقدام به مو دا وي چې پر ځانونو به تیل اچوو او ځانونو ته به اور اچوو.»
ټاکنیز کمېسیونونه وايي، د پارلماني ټاکنو ټولې پایلې اعلان شوي، پارلمان جوړ دی او نور په دې برخه کې مسؤلیت نه لري. حقوقي شنونکی شیرین خان حبیب وايي، اړوند حکومتي بنسټونه مکلف دي چې دغو معترضو نوماندانو ته قناعت ورکړي. د هغه په خبره «د دغو معترضو نوماندانو اسناد په دوو میاشتو کې بررسي کیدای شي خو که څوک یې وغواړي.» 
افغانستان خورا جنجالي پارلماني ټاکنې ترشا پرېښودې. په هغو ټاکنو کې د فساد، درغلیو، ټګیو او برګیو دومره پراخ تورونه موجود دي چې له امله یې ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول کمېشنران له دندو لرې او ممنوع الخروج اعلان کړل. اوس له ډېرو سره دا پوښتنه ده چې که چېرې پارلماني ټاکنې له فساد ډکې وې، نو د پایلو پر بنسټ یې ولې اوسنۍ پارلمان جوړ او پرانېستل شو؟

اسماعیل شاکر/ن ص 

Afghanistan Kabul | Aktion von Kandidatinnen die nichts ins Parlament gewählt wurden
معترضې نوماندانې په قفسونو کې ولاړې وې او خپلې خولې يې هم تړلې وېانځور: DW/G. Adeli