1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که وټاکل شم ۱۲ میلیونه کسانو ته کار پیدا کوم»

۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه

میت رامني په رسمي ډول د جمهوري غوښتونکو له خوا د امریکا متحده ایالاتو په راروانو ټاکنو کې خپل کاندیدیدل منلي دي. په امریکا کې به د نومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي.

https://p.dw.com/p/161La
romney auf parteitag /rtr, eingst. sc
romney tampaانځور: rtr

میت رامني د پنجشنبې په ورځ په فلورادا کې د جمهوري غوښتونکو په گوندي غونډه کې خپل کاندیدیدل ومنل. هغه په دې ترڅ کې یوه بیانیه هم ورکړه چې پکښې ئې پر ولسمشر اوباما باندې نیوکې وکړي. هغه وویل:

«زه نن شپه غواړم چې یوه ډیره ساده پوښتنه مطرح کړم. کله چې تاسو ولسمشر اوباما ته په ۲۰۰۸ کال کې رایې ورکولې ډیر خوشحاله واست، ایا تاسو اوس هم باید هغه ډول احساس و نه لرئ؟» هغه زیاته کړه: «تاسو پوهیږی چې د ولسمشر اوباما په کار کې ستونزې شته.»

رامني وویل دا چې دی یو تجار دﺉ، نو کولای شي چې د ولسمشر اوباما په پرتله په امریکا کې بې روزګاري په ښه ډول له منځه یوسي.

رومني زیاته کړه: «دا چې اوس زموږ هیواد څه ته اړتیا لري، دې پوښتنې ته ځواب ورکول ډیر اسانه کار دﺉ... متحده ایالات اوس دندو ته اړتیا لري. موږ ډیرو دندو ته اړتیا لرو.»

رومني وویل چې که هغه د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شي نو د خپلې کاري دورې پر مهال به په امریکا کې ۱۲ میلیونه نوې دندې رامنځ ته کړي. هغه زیاته کړه چې د ټاکل کیدو په صورت کې به تر ۲۰۲۰ کال پورې شمالي امریکا د انرژي له لحاظه خپلواکه کړي.

د رامنې په خبره هغه به د ایران د اتومي پروګرام پر ضد پر اقدامونو لاس پورې کړي او له روسیې سره د امریکا پر اړیکو باندې کار وکړي.

د رامنې تر بیانیې مخکې امریکايي فلمي ستورې کلینت ایست وود، خبرې وکړي. هغه دې ځای ته راغلي خلک وخندول.

د چهار شنبې په ورځ د میت رامني مرستیال پاول راین، هم په رسمي ډول خپل کاندیدیدل منلي وو. هغه هم پخپله بیانیه کې د اوباما پر اقتصادي سیاستونو باندې نیوکې کړې وې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض