1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که کانديد ښایسته وي، نو ډیري رایې ګټي؟

۱۳۹۶ دی ۲۱, پنجشنبه

یوه څیړنه ښيي چې د یوه کانديد یا کانديدي څېره د ټاکنو په ورځ ډیره مهمه وي. څیړونکو د آلمان په دوسلدورف ښار کې موندلې ده چې «جذاب» کانديد يا کانديده تر«بدرنګو» کانديدانو پنځه سلنه ډیري رای ګټلی شي.

https://p.dw.com/p/2qfUO
Sarah Wagenknecht, Christian Lindner, Alice Weidel

په دوسلدورف کې ټولنپیژندونکو، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د نوماندانو ښایست د تیرکال په سپتمبر میاشت کې د آلمان په ټاکنو کې اغیز کړی دی، ځکه د کانديدانو څیړې تر پالیسي ډیري په پام کې نیول شوي وې. په دې اړه څیړنې آن له ۲۰۰۲م کاله جریان لري چې د پروفیسور اولریش روزر، له خوا پیل شوي وې.

د جذابیت له نظره د آلمان په ټاکنو کې تر ټولو مخکښه د کین اړخي ګوند نومانده سارا واګنکنیخت، ده. دویم جذاب نوماند بیا د آزاد دیموکرات ګوند مشر کریستيان لندنر، ښول شوی دی. په دریم ځای کې د آلمان له پاره بدیل ګوند نومانده الیس وایدل، راغلې ده.

د آلمان لسو مطرح ګوندونو د نوماندانو په ډله کې لسم ځای صدراعظمي انګلا میرکل او نهم ځای بیا د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند مشر مارتین شولڅ، ته ورکړل شوی دی. دغه دواړو ګوندونه اوس په خبرو اترو بوخت دي چې سره یوځای یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

خو د ټولو کانديدانو په ډله کې تر ټولو خذاب دوه کسان دي چې په فدراله کچه ډیر شهرت نه لري: لومړی په والدیک کې د آلمان له پاره بدیل ګوند نوماند جان رالف او دویمه بیا په دورتموند کې د کین اړخي ګوند نومانده سیلین ایرلینهوفر، ده.

کوم کس ته جذاب ویل کیږي؟

په دوسلدورف کې څیړونکو ویلي دي چې د آزموینو له پاره راغوښتل شویو ۱۲ نارینه و او ۱۲ ښځو ځینې داسې نزدې خصوصیات په ګوته کړي دي چې له مخې یو نوماند جذاب بلل کیدای شي.

دغو کسانو ته د آلمان په تيرو ټاکنو کې د ۱۷۸۶ کانديدانو انځورونه ورکړل شوي چې هغوی یې د جذابیت له مخې ترتیب کړي.

لینا ماش، چې د څیړونکو له ډلې څخه یوه ده، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې جذابیت یوازې د هغو کسانو په برخه کې په پام کې نه وو نیول شوی چېمخکې يې لا ډیر شهرت درلود.

تر جذابیت وروسته بیا د نوماندانو نور خصوصیات لکه د تحصیل درجه، د مهاجرت پس منظر او جنسیت په پام کې نیول شوی وو. تیرکال پروفیسور روزر، د کولن ښار «روندشو» ورځپاڼې ته ویلي ول چې انسانان «ډیر سره ورته عمل کوي» او ډیر وخت د بدن د یو شان خصوصیاتو په لټه کې وي.

روزر په دې اړه وویل: «موږ ټول به د بیلګې په توګه جولیا رابرتس، جذابه وبلو.»

ماش، ویلي دي چې له همدې کبله نو یو جذاب نوماند به د یو ډیر ناجذابه نوماند په پرتله پنځه سلنه ډیري رایې ترلاسه کړي.

په ټوله کې هغو ګوندونو چې نوماندان یې یو څه جذاب بلل کیدل، د نورو ګوندونو په پرتله درې سلنه ډیرې رایې ترلاسه کړي دي.

ماش ویلي دي چې په تیرو ټاکنو کې ډیرو کسانو ګډون کړی وو، چې په خبره یې د مولتي میدیا په اوسنې نړۍ کې دا چې د یوه نوماند په اړه څه مهم دي، بدل شوي دي.

ماش وویل: «کله چې یو کس روغ، جذاب او په ښه وضعیت کې ښکاري نو رای ورکوونکي هغه یا هغې ته د یوه داسې کس په توګه ګوري چې په ښه توګه عامه خدمتونه وړاندې کولی شي.»

AG,dw(M.J/N.Z)