1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوردان: ډير ژر به سنجار ونيسو

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ دی ۱, دوشنبه

په لومړي سر کي داسي معلومېدل چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» مخه به په عراق او سوريه کي هيڅوک را ونه ګرځولای سي. خو کوردي ملېشې وايي چي ډېر ژر به د سنجار سيمه ځيني ونيسي.

https://p.dw.com/p/1E8SA
انځور: picture-alliance/E. Yorulmaz /Anadolu Agency

په عراق کي د کوردانو د خپلواکمني سيمي مشر مسعود برزاني د سنجار سيمي ته تللی. هغه په سيمه کي د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي د سنجار زياتره برخي يې د «اسلامي دولت» له جنګياليو څخه نيولي دي. هغه زياته کړې: «انشالله دغه سيمه به ډېر ژر په بشپړه توګه آزاده کړو.»

برزاني ويلي دي چي د «اسلامي دولت» پر ضد له کوردانو سره د نړيوال اتحاد مرستي د دغو پوځي پرمختګونو لامل ګرځېدلي دي. هغه زياته کړې چي د نړيوال ائتلاف مرستو لومړي برياليتوبونه لرلي دي. د امريکا متحدو ايالاتو په وينا جنګي الوتکو يې د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۲۱مه) هم په ياده سيمه کي د «اسلامي دولت» پر مورچلونو بمباريو ته ادامه ورکړه.

د «اسلامي دولت» پر ضد جګړه کي کوردۍ ملېشې «پيشمرګي» هم برخه لري. د دې تر څنګ په ترکيه کي منع سوی سازمان PKK او په سوريه کي د ياد سازمان ملګرې ډله YPG او يزيديان هم د «اسلامي دولت» پر ضد په جګړه کي برخه اخلي. د «اسلامي دولت» پر جنګياليو تور لګول کيږي چي د يزيديانو د مذهبي لږکۍ په زرونو غړي يې په تيرو مياشتو کي وژلي او يا زنداني کړي دي.

«اسلامي دولت» تر فشار لاندي

کوردان وايي چي د سنجار په سيمه کي يې زياتره هغه مناطق بېرته له «اسلامي دولت» څخه نيولي دي چي د روان کال په دوبي کي يې له لاسه ورکړي ول. که سنجار په بشپړه توګه د کوردانو لاس ته ورسي نو دا به د بغداد حکومت له پاره يوه لويه بريا وي. ځکه چي د «اسلامي دولت» تر کنټرول لاندي موصل ښار او د سوريې تر منځ اړيکه به وشليږي.

افراطي ډلي «اسلامي دولت» په تيرو څو اونيو کي له ناکاميو سره مخامخ سوي دي. ويل کيږي چي په تيرو اونيو کي د «اسلامي دولت» ډلي د ډېرو جنګياليو تر څنګ څو تنه قومندانان هم وژل سوي دي.

په عيني حال کي د کوردانو «پيشمرګي» ملېشې او د عراق دولتي ځواکونو په محاذونو کي پرمختګونه کړي دي. د دې تر څنګ د «اسلامي دولت» جنګياليو له خپل پوره کوښښ سره سره په سوريه کي د کوباني ښار په نيولو کي هم پاته راغلي دي. د ترکيې و پولي ته څېرمه پر دغه ښار باندي له تقريباً ۱۰۰ ورځو راهيسي جنگ روان دی.

«اسلامي دولت» خپل مخ اړونکي جنګيالي وژلي

په عيني حال کي رسنيو داسي راپورونه ورکړي دي چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» خپل هغه بهرني جنګيالي وژلي دي چي غوښتل يې د جنگ له سيمو څخه ووزي.

عيني شاهدانو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د عراق په شمالي ښار موصل کي يې د يکشنبې په ورځ (دسمبر ۲۱مه) وليدل چي «اسلامي دولت» ډلي خپل ۴۵ جنګيالي په دې تور ووژل چي د تېښتي هڅه يې کړې وه.

د راپورونو پر اساس «اسلامي دولت» ډلي په سوريه کي هم د خپلو هغو جنگيالو پر وړاندي سخت دريځ غوره کړی دی، چي غواړي وتښتي. د سوريې په شمالي سيمه الرقه کي ژوند کوونکو دوو فعالينو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي «اسلامي دولت» په سوريه کي لږ تر لږه خپل ۱۰۰ بهرني جنګيالي وژلي دي.

ويل سوي دي چي دغه کسان چي زياتره يې له اروپا څخه ورغلي ول، له جګړې څخه ستړي سوي ول او غوښتل يې چي بېرته خپلو هيوادونو ته ستانه سي.

«اسلامي دولت» د روان مېلادي کال په جون مياشت کي د اسلامي خلافت اعلان کړی وو. يادي ډلې خپل مشر ابوبکر البغدادي د ټولو مسلمانانو خليفه اعلان کړی او په لږ وخت کي يې په عراق او سوريه کي زيات پوځي پرمختګونه کړي دي. هغوی د عراق او سوريې تقريبا يو پر دريمه برخي په خپله ولکه کي راوستي دي.