1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کورد مېشته سيمي ـ ایران او عراق ګډ پوځې تمرینونه کوي

۱۳۹۶ مهر ۹, یکشنبه

د دوشنبې په ورځ کردانو د عراق په شمال کې د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې له یوه لوی اکثریت سره د خپلواکې په حق کې رایه ورکړه. اوس ايران او عراق د کرد میشته سیمو په سرحد کې کډ پوځي پلان کړي دي.

https://p.dw.com/p/2l3A5
Militärmanöver
انځور: Mizan

د عراقي پوځ یوه ویاند د تسنیم خبري آژانس ته ویلي دي چې د ایران او عراق وسله وال ځواکونه به په راتلونکو ورځو کې د عراق په شمال، دریو سرحدي سیمو کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي. دغه پریکړه د پوځي قوماندانو په غونډه کې شوی ده.

نوموړي ویاند ټینګار وکړ چې د کردانو د خپلواکۍ تر ریفرینډم وروسته یې هیواد مکلف دی چې د عراق په شمال کې خپل سرحدونه خوندي کړي. مخکې تر دې عراقي او ترکي ځواکونو هم په سرحدي سیمه کې دی ته ورته ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي ول. 

تیره اونۍ کردانو د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې په لوی اکثریت سره د کردستان د خپلواکمنې سیمې د استقلال په حق کې رایې ورکړې. په دغه ټولپوښتنه کې ۹۲ سلنه ګډون کونکو د کردستان د خپلواکۍ په حق کې رایه ورکړه. د عراق مرکزي حکومت دغه رای ګیري غیرقانوني بللی او د عراق په ګډون ګاونډیو هیوادونو ترکیې او ایران هم دغه ټولپوښتنه رد کړې ده.

دوی دواړه ویره لري چې د کردانو د خپلواکۍ هڅی به د دوی په هیوادونو کې هم خپل تاثیرات ولري. امریکا متحده ایالاتو هم د ټولپوښتنې د پایلو په رسمیت نه پیژندلو اعلان کړی دی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ویلي دي چې کردان باید د عراق د مرکزي حکومت اساسي قانون ته درناوی وکړي. 

فضایې قلمرو

د دې په غبرګون کې د بغداد رژیم د دغې سیمې پر فضایې قلمرو د پروازونو بندیز لګولی دی. تهران هم د بغداد له رژیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. ایران لا پخوا د عراق له شمال سره خپل سرحد تړلی دی. تهران ویره لري چې د دغې ټولپوښتنې بایلې به پر ایراني کردانو چې شمیر یې نږدې اووه میلیونو ته رسیږي هم خپلې اغیزې ولرلی شي. ترکیه هم اندیښنه لري چې دغه ریفرینډم کیدای شي په دغه هیواد(ترکیه) کې د کردي لږکیو د بیلتون غوښتونې د مفکورې د تقویه کیدو سبب شي.

ایران د نفتو تجارت بند کړی دی

په همدې منځ کې ایران د کردي سیمې د نفتي محصولاتو صادرات او واردات بند کړي دي. د اريب تلویزون د ایران د ترانسپورت وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې ټولو ترانسپورتي شرکتونو او موټر چلونکو ته امر شوی دی چې تر راتلونکي حکم پورې دې د نفتي موادو هر ډول انتقال ودروي.

 ایران ګاونډي خپلواکې سیمې کردستان ته، د اومه تیلو یو له لویو صادرونکو څخه دی چې د سون توکو په توګه ترې استفاده کیږي. د اريب په حواله له دې سیمې سره د تجارت حجم په کال کې ۴،۲ میلیارده ایرو ته رسیږي. کردي سیمي پخپله په عراق کې د نفتو پراخی زیرمې لري. په همدې منځ کې کردان د اومه تیلو د صادراتو په برخه کې ترکیې پورې تړلي دي، ځکه له بغداد سره یې د تیلو د عایداتو پر سر جنجال لا تر اوسه نه دی حل شوی.

د انفرې نوي ګواښونه

د ترکیې حکومت کردانو ته د سختو اقداماتو ګواښ کړی دی. ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې سیمه ایز حکومت به د دې ریفرینډم قیمیت ادا کوي. اردوغان د خپل حکومتي ګوند AKP د غړو تر منځ وویل چې ریفرینډم د کردانو د یوه مستقل حکومت د رامنځته کولو په هکله نه وو، بلکې دوی  په سیمه کې داسې یو زخم خلاص کړ چې په چاقو یې کني. 

د انقرې حکومت څو واره د اقتصادي بندیزونو ګواښ کړی دی چې له نړیوال مارکیټ څخه به د عراق د کردي سیمي اړیکي عملاً پریکړي. تر اوسه پورې هره ورځ په لسګونه زره بیلره اومه تیل د ترکیې له لارې نړیوالو بازارونو ته رسول کیده. اردوغان ویلي دي چې اوس شرایط بدل شوي دي بالاخره کردانو د ترکیې پر وړاندې د اقداماتو پریکړه کړې.

kle/uh (rtr, dpa, afp)