کوفي عنان: په سوریه کې ناکامه شوي يو
۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبهد سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازي کوفي عنان، له یوې فرانسوي ورځپانې «لې موندې» سره په مرکه کې ویلي دي چې تر اوسه پورې د سوریې د جګړې پای ته رسولو له پاره نړیوالې هڅې ناکامه شوي دي. هغه زیاته کړې ده: «شواهد ښيي چې موږ ناکامه شوي يو.»
عنان ویلي دي چې د سوریې له پاره د هغه شپږ ټکیز پلان ډیر لږ پر مختګ کړی دﺉ. د عنان په خبره دي دا چې نړیواله ټولنه روسیه د اسد له رژیم څخه د ملاتړ کولو له کبله ملامتوي، د سوریې د کړکیچ د پای ته رسولو له هڅو سره کومه مرسته نه کوي. هغه زیاته کړې ده:
«روسیه نفوذ لري، خو زه فکر نه کوم چې یوازې روسیه د پېښو پریکړه وکړي. هغه څه چې ما په اندیښنه کې اچوي، دا دﺉ چې د روسیې په اړه ډیرې خبرې کیږي خو د ایران په هکله څوک نه غږیږي. همداراز د هغو نورو هیوادونو په اړه چې سوریې ته وسلې او پېسي استوې ډیرې لږې خبرې کیږي.»
عنان ویلي دي چې دغه ټول هیوادونه وایي چې هغوی په سوریې کې د سولې غوښتونکي دي خو د هغه په خبره هغوی انفرادي او جمعې هڅې له ستونزو سره مخامخوي.
بان کیمون د ملګرو ملتونو په ماموریت کې د بدلون غوښتنه وکړه
تر دې مخکې د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون، ويلي وو چي د سوريې له پاره د څارنې په ماموريت کي بدلون راوستل په کار دي. د نوموړي په وينا د داسې اوربند د څارنې پر ځای چي هيڅ وجود نه لري، بايد د سياسي حل لټون وشي.
اټکل کيږي چي ملگري ملتونه به سوريې ته د خپل هغې څارونکې ډلې د غړو په شمير کي کموالی راولي، چي په دغه هيواد کي د اوربند د څارنې په کار بوخته ده. د دغې کموالي دلايل په سوريې کې د وضعې لا کړکیچن کیدل او د ملگرو ملتونو پلاوي ته د گواښونو زياتیدل بلل کيږي.
روان تاوتریخوالی
په سوریې کې د یکشنبې په ورځ هم تاوتریخوالي دوام لره. یوه لندن میشته د بشري حقونو سازمان ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ په سوریې کې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي دي. دغه شمیرې لا تر اوسه پورې د یوه مستقل سازمان له خوا نه دي تصدیق شوي.
د سوریې د رژیم مخالفین اټکل کوي چې په دې هیواد کې د تاوتریخوالي له پیلیدو راهیسې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان وژل شوي دي. په سوریه کې د اسد پر ضد د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې لاریونونه پیل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض