کوفی عنان د سوریې له پاره د ځانگړي استازي په توګه وټاکل سو
۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعهاعلان
د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفی عنان د سوریې له پاره د ځانگړي استازي په توګه ټاکل سوی دئ. د ملګرو ملتونو په حواله عنان د ملګرو ملتونو او عربی لیګ له خوا د یوه گډ استازي په حیث وټاکل سو. د ده په څنګ کی باید د عربي هیوادونو څخه هم یو بل تن استازی وټاکل سي.
نن د جمعې په ورځ څه د پاسه د ۵۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د سوریې په هکله د یوې غونډی د جوړولو له پاره په تونس کی سره یو ځای کیږي. په دغه غونډه کې به همدارنګه د سوریې د اپوزیسیون استازی هم ګډون وکړي.