1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوم خواړه بايد په خالي معده ونه خوړل سي؟

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

که سړي آن صحي خواړه انتخاب کړي خو پر غلط وخت کي او په ځانگړي ډول خالي معده يې وخوري نو کيداي سي د بدن هاضمې جهاز ته يې جدي گواښونه پيښ کړي. خو دا کوم ډول خواړه دي؟

https://p.dw.com/p/3SbwO
Symbolbild Magenschmerzen EHEC
انځور: Fotolia/ag visuell

د (Focus Online) د رپوټ له مخي د تغذيي کارپوهان ټينگار کوي چي د سباناري يا ناشتا پر وخت بايد هيڅ کله ډول ډول مستې ونه خوړل سي. په مستو کي موجود اسيد لاکتيک که څه هم د انسان په کولمو کي «فلور» پياوړي کوي او په هاضمه جهاز کي گټورې باکترياوې زياتوي خو په خالي معدې باندي د مستو خوړل بيا يو اساسي مشکل رامنځته کوي: معده په دغه وخت کي له اسيد څخه ډکه وي او کولاي سي په مستو کي گټور باکترياوي له منځه يوسي. نو ښه به دا وي چي د مستو تر خوړلو مخکې یو بل څه وخورئ.

په تازه ميوو کي بيا کيلې ډيره کالوري لري. د کيلو ۲۵ سلنه بوره جوړوي او په خالي معدې باندي د دومره بورې يا قند خوړل ښايي سمدستي په  بدن کي انسولين پورته کړي.

همدارنگه د سباناري يا ناشتا پر وخت د کيلې خوړل په وينه کي د مگنيزيم کچه په شدت سره لوړوي چي په دې ډول پر بدن په تيره بيا زړه باندې منفي اغيز اچوي.

خو ليمو او د مالټو او نارنجو بيلابيل ډولونه که څه هم  ډيره ويټامين C لري، بيا هم د سباناري پر وخت بايد ونه خوړل سي. په هغو کي موجوده اسيد د معدې مخاطي غشا ته زيان رسوي. که ستاسو معده حساسه وي او د شپې له خوا د زړه پر سر د سوزش احساس کوي نو سهار وختي د دغه ډول ميوو له خوړلو څخه ډډه وکړي.

بادرنگ او روميان چي له پنير سره يوځاي وي که څه هم ډير صحي په نظر راځي خو په عمومي صورت اومه ترکاري بيا په هاضمه جهاز کي په سختۍ سره هضميږي. که ستاسو معده خالي وي نو دغه ډول ترکاري بيا د زړه پر سر د سوزش او يا د معدې د درد سبب کيږي.

په خالي معده د ډول ډول شيريني گانو له خوړلو څخه هم ډډه وکړئ. په شيرينيو کي د شکر موجوديت په چټکۍ سره په وينه کي د قند کچه پورته کوي. که څه هم په دغه وخت کي ډير ژر د مړيدو احساس کوئ خو هغومره ژر د ويني قند هم لوړيږي او د خستگۍ  پر احساس سربيره بيرته ژر د لوږي احساس هم کوي.

Berlin Marathon 2019
په برلین کی د ۲۰۱۹ کال د ځغاستي سیاليانځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder

په اوونۍ کې لږ تر لږه یو وارې منډې ووهئ چې ډیر عمر وکړئ

د بريتانيا په ورزشي طبي ژورنال کي خپاره سوي تحقيقات ښيي چي په اوونۍ کي يو ځل ځغاسته، که څه هم چي تر يوه ساعته کمه هم وي، په ښکاره ډول د مخکي له وخته مړيني مخنيوي کوي.

د ( (Medical Xpressپه حواله د دغو پلټنو پایلې همدا اوس لا د روغتيا د نړيوال سازمان له سپارښتنو سره په تضاد کي دي چي وايي ډيره ځغاسته تل ښه نه وي. نوموړي سازمان ويلي ول چي د پاخه عمر لرونکي ټول کسان بايد هره اوونۍ ۱۵۰ دقيقې ورزش لکه پياده روي، باغباني، او په کور کي کارونه او يا هم ۷۵ دقيقې سخت ورزش لکه ځغاسته، بايسکل چلول او يا هم لامبو وکړي.

خو اوس نړيوال کارپوهان وايي چي ځغاسته په هره اندازه چي وي د مخکي له وخته مړيني کچه، که هغه د زړه د ناروغۍ له امله وي، ۳۰ سلنه  او که د سرطان د بيلابيلو ډولونو له امله وي ۲۳ سلنه راکموي.

همدارنگه په اوونۍ کي يو وار ځغاسته او هغه هم د ۵۰ دقيقو له پاره، د زړه د ناروغۍ، د وينې د لوړ فشار، چاغښت او په وينه کي د لوړ کلسترول مخنيوي کوي.

کارپوهان همدارنگه ټينگار کوي چي که مو ځغاسته نه خوښيږي نو کولاي سئ چي نور په زړه پوري سپورتونه انتخاب کړي: د بیلګې په ډول لامبو، تينيس، بايسکل چلول او يا هم جمناستک.

G.P/M.J/DW.Farsi