1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

کوم خوراکي مواد بايد حتماً خام وخوړل شي؟

۱۳۹۹ مرداد ۱۷, جمعه

کوم ډول سابه او ترکاري ده چې که خامه وخوړل شي روغتيا ته يې تر پخو شويو ګټه زياته ده. که څه هم د ځيني خوراکي موادو په پخولو سره يې خوند او مزه ښه کيږې، خو دا ثابته شوې چې د دغه ډول خوړو مصرف په خام ډول ښه دی.

https://p.dw.com/p/3gbNS
Gemüse Symbolbild
انځور: Imago/Westend61

 

 

د ريدرز دايجست د رپوټ له مخې په بيلا بيلو طريقو د سبو او ترکاريو پخول، له هغې څخه لکه په ميکرويل کې، جوشول او غوړو کې سره کولو سره يې ويټامينونه او اوسپنه له منځه ځي.

گلپي او شين ګلپې يا بروکولې له دغه ډول سبو څخه دي. دغه سبو کي انتي اکسيدانې ترکيب شتون لري، چې د سولفورافان په نامه ياديږې دا د انسان په بدن کې د سرطان ناروغۍ مخه نيسي او هم په التهاب او خفگان اخته ناروغانو حالت کي ښه والې راځي.

څيړنو جوته کړې ده چې کله چې خام بروکولي خورو نو زموږ بدن سولفوران ژر جذبوي. پياز ډيره اندازه د کوئرستين په نامه نباتي کيماوي ماده لري چې د پيازو په ډير پخولو سره دغه ماده پکې کمزورې کيږې.

پياز له هغه ډول غذاي موادو څخه دي چې د انتي بيوتيک په څير خاصيت لري، د زړه او هاضمي ناروغيو خطر کموي. خو پيازو ته په حرارت ورکولو سره دغه اغيز پکې کمزوری کيږی. دغه حالت په هوږه کي هم دی. که هوږه شپږ دقيقې په ۳۲۹ فارنهايت درجې پوري ګرمه شي، نو دغه ګټور اغيز يې بيخې له منځه ځي.

خو په هغو خوړو کي چې د بدن ايمني سيستم پياوړې کوي، سره مرچ د ويټامين سي ډيره غټه سرچينه لري. په تودوخې سره يې دغه ګټور خاصيت له منځه ځي.

دغه راز گلپي د ګلوکوزينولاتونو په نامه جوړښت لري. دغه جوړښتونه کله چې د ميروسيناز په نامه انزايم سره په تماس کې وي په يو جلا ډول جوړښت سره د ناروغيو پر وړاندې مبارزه کوي. خو څيړنو جوته کړي چې تودوخه ميروسيناز له فعالعتيه غورزوي.

کيداي شي چې د ځينو له پاره حيرانونکي وې، خو تاسي کولې شئ لبلبو يا جغندر په خام ډول وخورئ. جغندر د پنځوو ډيرو سالمو مغذي موادو درلودونکي دې، لکه کلسيم، اوسپنه، پتاسيم او پروتين دي. نو پوخ شوې لبلبو کې ۲۵ سلنه اوسپنه او ټول ويټامينونه او معدني مواد له منځه ځي.

زموږ له آرشیف څخه: