کوم ډول شونډي ښکلي وي؟
کومې شونډې ښکلي وي، ډکې او که نرۍ او نازکې؟ په دې اړه څه ويل مشکل دي، ځکه چې د ټولني او دودونو له بدليدو سره معيارونه هم بدلون مومي. يعني سړی دا ویلی شي چې د شونډو ښکلا هم تغير کوي.
پخوانی مصر
په پخواني مصر کې د مخ په ښکلا کې د نقشونو انډول ډېر مهم گڼل کيده. تر ميلاد ۱۴۰۰ کاله د مخه په رسم شوي دې تاريخي انځور کې سړی ويني چې سترگې او پزه غټې دي، خو شونډې بيا دومره غټې نه دي رسم شوي چې سړی ورته ډېر متوجې شي.
يونان
دا مجسمه تر میلاد ۲۷۰ کاله پخوانې ده. په دې کې سړی ويني چې پاسنې شونډه يو نرۍ ته خو لاندې شوڼده بيا څلور کنجه ده. د مخ په غړو کې انډول ساتل شوی. دا هغه وخت د ښايست علامت وو.
هند
د ښکلا د الهې لکشمي په دې مجسمه کې یې شونډې ډېرې ښکلي جوړې شوي. خو د سترگو د سرکښۍ په وړاندې یې جذابيت تت دی.
چين
په چين کې ښځو ته پر ځان د کنترول ساتلو زده کړې ورکول کيدې. دا د هغه وخت په رساميو کې هم ليدل کيږي. غټې او ډکې شونډې به په آرايش پټول کيدې څو وړې او نرۍ ښکاره شي.
ايتاليا
که چېري تاسې د ۱۴۰۰ پيرۍ شاوخوا د فيليپو لیپي انځورونو ته څېر شئ، نو مثالي شونډې پکښې ډېر نرۍ رسم شوي. دا خبره موږ د اردو په شاعرۍ کې هم گورو چیرته چې شونډې ته د گلانونو له نازکونو پاڼو سره تشبه ورکړل شوې.
اروپا
په ۱۸۰۰ پيړۍ کې په اروپا کې کلتوري دوره بدله شوه او ورسره د ښايست معيارونه هم. په دغه دوره کې ډکې شونډې د ښکلا سمبول گڼل کيدلې. بيا چې دا پيړۍ تېره شوه نور ورسره پېمانه هم بدله شوه. د ۱۹۱۰م کال د گوستاو کلمت په دې انځور «دي کِس» کې شونډې نرۍ دي.
اروپا او امريکا
په ۱۹۵۰م لسیزه کې امريکايي فلمونو ستورې گريس کيلي د ښايست سمبول گڼل کيدله. د هغې د شونډو ترمنځ خو انډول موجود وو خو لاندنې شونډه یې يو څه پيړه او ډکه وه.
په ۶۰ مه لسیزه کې
دې انځور ته ځېر شئ! په دې کې شونډې غټې دي خو ډکې نه دي. په ۶۰ مه لسيزه کې به دغه ډول شونډې ښکلې گڼل کيدلی.
په ۸۰ يمه لسیزه کې
د وخت په تیرېدو سره مسکا تر شونډه ډېره مهمه شوه يا که په بل ډول یې ووايو نو د ښايسته غاښو اهميت زيات شو. د تلويزيون پر پرده خندا چې غاښونه به پکښې ښکاريده، ډېره مود شوه.
په ۹۰ يمه لسيزه کې
په نويمه لسیزه کې مشهورې امريکايي هرمندې جوليا رابرتس ته د ښايست د سمبول په توگه کتل کيدل. د هغې له خندا موډ او فيشن جوړ کړل شوی وو او هغه د ښکلا يو ډېر مهم سمبول وو.
په ۲۰۰۰ م کال کې
ايا دا د هند لسيزه وه؟ هغه وخت نړۍ په ايشوريا رای پسې لېونې وه. هغه د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه گڼل کيده. د هغې شونډې خو ډکې وې خو تر سترگو یې ډېرې ښکلې نه وې.
او اوس...
د کِم کرداشيان د ښايست خبرې هر څوک کوي. اوس يو وار بيا پېړې او ډکې شونډې نه يوازې د ښکلا بلکې د سيکس په سمبول هم بدلې شوي دي. ماضي تېر دی، اوس ۲۱ مه پيړۍ ده او اوس د ښکلا د تعينولو وخت را رسېدلی دی.