کونړ: د طالبانو په برید کې یو پولیس ووژل شو
۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سهشنبهاعلان
افغان چارواکو ویلي دي چې یو شمیر یاغیان د کونړ په ولایت کې د پاکستان له پولې څخه افغانستان ته اوښتي دي او د دې ولایت په دانگام په ولسوالۍ کې له پولیسو سره دوه ساعته وسلواله نښته کړې ده.
د افغانستان د سرحدي پولیسو یوه قوماندان سید امان سادات ویلي دي چې په دې پېښه کې یو تن پولیس وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان دي.