1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوټه: بمي چاودنۍ شپږ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15X60

د پاکستان د پولیسو په وینا نن د کوټې په ښار کې د یوې چاودنۍ په ترڅ کې ۶ تنه وژل شوي دي. دغه بم چې په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوی وو په هغه ځای کې چاودلی دئ چیرې چې د عوامي نیشنل گوند په نوم د سیاسي ډلې غونډه روانه وه. د ځایي پولیسو مشر وزیر خان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه برید کې یوه نجلې هم وژل شوې او نور شپږ تنه پکښې ټپیان شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو په وینا په یوه بله پیښه کې یو شمیر طالبان چې له افغانستان څخه راوښتي وو او د پاکستان په شمال ختیځه برخه کې ئې د یوه کلي اوسیدونکي یرغمل نیولي وو بیرته په شا کړای شوي دي. امنیتي چارواکي فراموش خان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي د یاغیانو او د پاکستان د امنیتي چارواکو تر منځ په نښته کې ۱۵ تنه وسله وال یاغیان وژل شوي او یاغیانو له ځانه سره خپل مړي هم وړي دي. د هغه په وینا په دغه نښته کې د طالبانو ضد د ملیشې دوه تنه هم وژل شوي دي. دغه پیښه د افغانستان پولې ته څیرمه د باجوړ ایجنسې په کیټ کوټ کې رامنځ ته شوې ده.