کوټه: څلور شعيه مذهبه ووژل سول

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستوګ کي څلور کسان په ډزو وژل سوي دي. د پوليسو په وينا وژل سوي کسان د هزاره قوم سره تړاو لري.

و ايالتي پلازمېني کوټه ته نژدې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۹مه نېټه) نامعلومو وسله والو پر یو موټر ډزي وکړې. پوليسو ويلي چي په ډزو کي څلور شعيه مذهبه کسان وژل سوي. چارواکي اټکل کوي چي د دغه وسله وال بريد لاملونه ښايي د فرقه پرستۍ لاملونه ولري.

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي چي په وژل سوو کي درې هزاره نارینه او يوه هم هزاره مېرمنه ده. د هغه په وينا دغه کسان کراچي ته په موټر کي پر لاره ول چي پر موټر سايکل سپرو وسله والو د مستونګ په سيمه کي ورباندي ډزي وکړې. مستونګ له کوټي څخه په ۵۰ کلومترۍ کي واقع دی.

د مستونګ د پوليسو قومندان غضنفر علي ويلي دي چي پر دغو کسانو «د هغوی د مذهب له کبله» بريد سوی دی. تر اوسه د دغه بريد پړه کومي ډلې په غاړه نه ده اخيستې.

د بلوچستان په ايالت کي تازه روان بد امنيتي وضعيت د پاکستان او چين تر منځ پر «اکاناميک کاريډور» نومي لويي پروژې سيوری غوړولی دی. دغه پروژه چي ۵۷ مليارده ډالره ارزښت لري د بلوچستان د ګوادر بندر د چين سره د اوږد سړک په مرسته نښلول غواړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.11.2016):

انځورونه: دا هم پاکستانيان دي

شيعه

شيعه ګان په پاکستان کې د لږکيو ډلو تر ټولو لويه ډله ده. د اټکل له مخي شيعه مذهبه د پاکستان د ټول نفوس له ۱۰ تر ۱۵ سلنه برخه ده. په تيرو کلونو کي پر دغه لږکي زيات ترهګري بريدونه سوي دي.

انځورونه: دا هم پاکستانيان دي

احمديان يا قايدانيان

د احمديه مذهب يا دين پېرويان د پاکستان د نفوس ۲،۲ سلنه برخه ده. د پاکستان د۱۹۷۰م کال د قانون له مخي دغه ډله غېر مسلمانه بلل کيږي. په پاکستان کي د دغي ډلي پيرويان له بريدونو او تبعيض څخه سر ټکوي.

انځورونه: دا هم پاکستانيان دي

هندو

هندوان د پاکستان د نفوس تقريبا ۲ سلنه برخه جوړوي. د دوی اکثريت د پاکستان په سندهـ ايالت کي ژوند کوي. د دغې ډلې په هکله ويل کيږي چي د خپلو بنسټيزو حقونو څخه لا نه دي برخمن او ډېر شاته پاته دي.

انځورونه: دا هم پاکستانيان دي

عيسويان

د پاکستان تقريبا ۱،۶سلنه وګړي عيسويان دي. په تيرو وختونو کي د عيسويانو ځيني عبادت ځايونه د خونړيو ترهګرو بريدونو هدفونه ول.

انځورونه: دا هم پاکستانيان دي

بهائي

په پاکستان کي د بهائي دين سره د تړاو درلودونکو شمېر د ۴۰ او ۸۰ زرو انسانانو تر منځ اټکل کيږي.

انځورونه: دا هم پاکستانيان دي

سِکهان

د سِکهانو د دين رامنځ ته کوونکی بابا نانک، د نني پاکستان په نانکانا صاحب کي پيدا سوی وو. نوموړې سيمه د سِکهانو تر ټولو مقدسه سيمه ده. په پاکستان کي تقريبا ۲۰ زره سِکهان ژوند کوي. خو له هند څخه هم زيات سِکهان د خپلو ديني مراسمو د ادا کولو له پاره پاکستان ته ځي او راځي.

انځورونه: دا هم پاکستانيان دي

فارسيان يا زردښتيان

د پاکستان د مشهور مشر محمد علي جناح، يوه ښځه زردښتۍ وه. خو د نوري نړۍ ترڅنګ په پاکستان کي هم د زردښتيانو شمېر مخ پر کمېدو دی. ويل کيږي چي په پاکستان کي يوازي يو څو زره فارسيان يا زردښتيان پاته دي.

انځورونه: دا هم پاکستانيان دي

کېلاش

د پاکستان د چترال سيمه چي د افغانستان د نورستان سيمي ته څېرمه په خيبر پښتونخوا ايالت کي پرته ده، پکښي د کېلاش په نوم قبايل آباد دي. هغوی بېل دين او بېله ژبه لري او شمېر يې يوازي ۳۰۰۰ کسان اټکل کيږي. په دې توګه د پاکستان تر ټولو کوچنی اقليت هم دغه کېلاشيان بلل کيږي.


 

موږ تعقيب کړئ