1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوچيان: تر څارويو وروسته موږ د لوږي سره مخامخ يو

۱۳۹۰ آبان ۸, یکشنبه

د افغانستان په شمال کي مېشت کوچيان شکايت کوي، چي د څړځايونو تر غصبېدلو او وچکالۍ وروسته يې نه يوازي دا چي څاروۍ د مرگ له گواښ سره مخامخ دي، بلکي خپله هم اوس د لوږي سره مخا مخ دي.

https://p.dw.com/p/131wV
افغان کوچيان د سړې سيمي څخه تودې ته د کوچ پرمهال
افغان کوچيان د سړې سيمي څخه تودې ته د کوچ پرمهالانځور: picture-alliance/dpa

که څه هم په تيرو لسو کلونو کي په افغانستان کي دخلکو دژوندانه دښه والي په برخه کي ډير پرمختګونه شوي او په همدي موخه دنړيوالي ټولني په سل ګونومليونه ډا لره مرستي په مصرف رسيدلي ، خو هغه پرګني چي تر اوسه هم حتي دژندانه دابتدايي سهولتونو څخه برخه من ندي هغه کوچيان دي .

کوچيان، هغه پرګنې ديچي اصلي شغل يي مالداري ده، خود وچکالۍله کبله يېمالداري هم دختمېدوپه حال کي ده.

په بلخ ولايت کي د ۲۵زرو په شاوخواکي دکوچيانيو کورونه ميشت دي چي داټکل له مخهپه دغه ولايت کي يې نفوستر ۱۵۰زرو هم اوړياو خپلي راتلونکي ته خورا ناهيلي دي.

« څاروۍ خو مو د لوږي له منځه ولاړې اوس موږ خپله د لوږي مرو.»

دغه کوچيان وايي نه يوازي داچي دفقر او بېوزلۍسره لاس اوګريوان دي حتي په سيمو کي نور قومونه او پرګني هم دویته دحقارت په سرګه ګوري.

په بلخ ولايت کي د ګوچيانومشر محمد فارق وايي،که څه هم په تيرو کلنو کي دکوچيانو دژواندانه دښه والي په برخه کي څه ناڅه کارونه سوي خو هغه دومرهنه دي چي دهغویراتلونکېپرېسمه شي.

په مزارشريف کي د کوچيانو د امريت مشر ښاغلیفارق زياتوي که څه هم دبلخ ولايت کوچيان په ولسي جرګه کي دوهاستازي هم لري،خو دغه وکيلان يوازي په نامهدياوتر دمګړیيېکوچيانوته کوم بنسټيزکارنه دیکړی.

د کوچيانو په خبره ددې ټولو سره سره په بلخ ولايت کي د زورواکو لخوا د څړ ځايونو غصبول ډيره لويه ستونزه را ولاړه کړې ده.

صدمېشت چي دبلخ ولايت مشهوره څړځایللمي دښته بلل کيږي دکوچيانو دامريت دمشر په وينا تر۶۰زرو جريبه ډيرهيعني ۸۰سلنه يېدځايي زورواکانو لخوا ولکه شوې.

د هغه په خبره په دې سره نه يوازي د کوچيانو، بلکي په هغه ولايت کي د ټولومالدارو حق ترپښو لاندي سویاو دولت هم تر اوسه په دېنه دیتوانيدلی،چي دکوچيانو او ملدارو په وړاندي دغه خنډونه له منځهيوسي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل