1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کياتا د مالي ولسمشريزي ټاکني وگټلې

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

د مالي په ولسمشریزو ټاکنو کې ابراهیم بوبکر کیاتا، خپل سیال کاندید سومالیا سیسي ته ماتې ورکړې ده. د اروپایي ټولنې او امریکا متحده له نظره دغه ټاکنې «د اعتبار وړ او روڼي» وې. دا د ټاکنو دوهم پړاو وو چې تر سره شو.

https://p.dw.com/p/19OPY
Mali's presidential candidate Ibrahim Boubacar Keita casts his vote during the second round of presidential elections in Bamako, August 11, 2013. Former Prime Minister Keita was the favourite to win a presidential election on Sunday that Malians hope will restore stability in a country torn apart by last year's coup and Islamist insurgency. REUTERS/Joe Penney (MALI - Tags: POLITICS ELECTIONS)
Präsidentschaftswahl in Mali Ibrahim Boubacar Keita 11.08.2013انځور: Reuters

سیسي د دوشنبې په ورځ ناوخته خپل سیال ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه او د هغه له نظره د کیاتا بریا به په دغه بحران ځپلي هیواد کې د ثبات د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.

سیسي، د تویتر ټولنیزه شبکې له لاري په خپل پیغام کې ویلي دي: «ما او زما کورنۍ د مالي راتلونکي ولسمشر ته د هغه د بریا په اړه مبارکي ورکړې ده.» سیسي د دغه هیواد د ماليې پخوانی وزیر وو.

تیره میاشت د جمهوري رياست ټاکنو په لومړني پړاو کې د ۳۹،۴۴ رایو تر ترلاسه کولو وروسته، داسي اټکل کیدی چې کیاتا به د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې په آسانۍ سره بریالی شي. د Kedu او Dambe په نوم ځایي راډیو ګانو د رپوټ له مخې د ولسمشریزو ټاکنو په دوهم پړاو کې هم کیاتا له سیسي څخه مخکې وو. سیسي د ټاکنو په لومړي پړاو کې ۱۹،۴۴ سلنه رایې ګټلې وې.

د ۲۵ نوماندانو له جملې څخه چې د ټاکنو په لومړي پړاو کي بريالي نه شول، ۲۲ تنو يې د کياتا ملاتړ وکړ. د ټاکنو د دوهم پړاو تر سره کیدل اړین ول، ځکه چې کیاتا په لومړي پړاو کې مطلق اکثریت نه وو تر لاسه کړی.

په مالي کي د آلماني عسکرو ماموريت
په مالي کي د آلماني عسکرو ماموريتانځور: Katrin Gänsler

«مهمه مرحله»

څارونکي او دیپلوماتان په دې هیله دي، چې د ټاکنو پایلي به کیاتا ته پياوړی وکالت ورکړي چې په شمال کې د طوارق له بیلتون غوښتونکو یاغیانو سره د سولې په اړه خبري اتري وکړي. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بیرت کویندرس ویلي دي: «دا په مالي کې د سولې او بیا پخلاینې پر لور مهمه مرحله وه. یو شمیر کوچنۍ نیمګړتیاوې موجودي وې... خو په داسې یوه هیواد کې چې تازه له شخړي راوتلی وي، د تاوتريخوالي امکان وو.»

خو د «مجاوا» په نوم اسلامپاله ډلي تر خبرداري وروسته داسي انديښنې وې، چې ښایي د ټاکنو پر مرکزونو باندي بریدونه تر سره شي. مجاوا له هغو دریو ډلو څخه یوه ده چې د دغه هیواد شمالي برخه یې تر خپل کنترول لاندي ده.

«ځيني کوچنۍ بې نظمۍ»

د سیسي له خوا د نوو څرګندونو دمخه هغه په ټاکنو کې د درغلیو په اړه څرګندوني کړې وې. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو څارونکو بیا ویلي دي چې د ځینو وړو بې نظیمو سره سره، ټاکني د اعتبار وړ وې.

د اروپایي ټولنې د څارونکي کمېسیون مشر لویيس میشایل، ویلي دي: «د دیموکرایتکو معیارونو په نظر کې نیولو سره، دغه ټاکنې یوه بریا وه.» د میشایل په وینا۸۳۱ ټاکنیز مرکزونه چې د اروپایي څېړونکو له خوا څارل شوي دي، ۹۹ سلنه یې مثب ارزول شوي دي.

په عین وخت کې امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې د ډیرو خلکو ګډون ستایلي دی او موقتي حکومت ته یې د «سوله ییز او منظم چاپیریال» د رامنځ ته کولو له پاره مبارکې ورکړې ده.