1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کياني: امريکا بايد فکر وکړي، پاکستان عراق او افغانستان نه دی

۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني د خپل هيواد پارلمان دفاعي کمېټې ته ويلي چي، د دې پر ځای چي امريکا پر پاکستان فشار راوړي، چي په قبايلي سيمو کي عمليات وکړي بايد د افغانستان باثباته کولو ته ډير پام واړوي.

https://p.dw.com/p/12v3c
«مخکي له دې چي امريکا په پاکستان کي عمليات پيل کړي لس واري بايد فکر وکړي»
«مخکي له دې چي امريکا په پاکستان کي عمليات پيل کړي لس واري بايد فکر وکړي»انځور: DW

د پاکستان د ځواکونو مشر زياته کړې، چي پاکستان به يوازي په شمالي وزيرستان کي د ياغيانو پر ضد د عملياتو د ترسره کولو او وخت په اړه پريکړه وکړي.

کياني همداراز زياته کړې، چي متحده ايالات بايد مخکي تردې چي په پاکستان کي يو طرفه عمليات په لاره واچوي «لس واري» بايد فکر وکړي، ځکه چي پاکستان عراق او افغانستان نه دی.

دغه خبره د کياني په حواله د پاکستان پارلمان د امنيتي کمېټې يو غړي د نوم د نه بربنډولو په شرط کړې ده. د پارلمان دغه غړي د کياني په حواله زياته کړې، چي اصلي ستونزه په افغانستان کي ده نه په پاکستان کي.

د پاکستاني چارواکو لخوا دغه ډول څرگندوني کيدای سي د متحده ايالاتو او پاکستان تر منځ اړيکي لا پسي ترينګلي کړي. متحده ايالات چي تر اوسه يې د پاکستان سره په ميليارډو ډالره مرستي کړي، په وار وار له دغه هيواد څخه غوښتي ترڅو په شمالي وزيرستان کي د حقاني ډلي په وړاندي پوځي عمليات وکړي.

«پاکستانی پوځ د هرډول عملياتو له پاره تيار دی»
«پاکستانی پوځ د هرډول عملياتو له پاره تيار دی»انځور: AP

پر پاکستان د امريکا فشارونه هغه وخت لا پسي ډير سول، چي امريکايي ځواکونو د پاکستان په زړه کي د القاعده شبکې مشر، اسامه بن لادن، وواژه.

د امريکا لوی درستيز مايک مولن مخکي تر هغه چي تيره مياشت تقاعد سي، ويلي ول چي پاکستان د امريکا په پرضد په افغانستان کي پټه جګړه پيل کړې او د حقاني ډله د پاکستان د استخبارتي سازمان د لاس اله ده.

د مولن دغو خبرو د پاکستاني چارواکو په منځ کي غوصه را و پاروله او ويې ويل، چي دوی د حقاني له ډلي سره اړيکي نه لري او پاکستان د تروريزم په وړاندي جګړه کي د بل هر هيواد په پرتله ډيري قربانۍ ورکړي دي.

په دي اړه د پاکستان پارلمان غړي د کياني په حواله ويلي:

« د نړۍ ټول استخباراتي سازمانونه ځيني ارتباطات لري. ايا د امريکا او برتانيې استخباراتي شبکې دغه شان اړيکي نه لري. موږ د هغو کسانو لخوا چي ورسره اړيکي لرو معلومات تر لاسه کوو.»

کياني زياته کړې، چي ښه خلک استخباراتي شبکو ته معلومات نه ورکوي او دغه شبکې يوازي په ياغيانو کي د خپلو ارتباطي کسانو لخوا معلومات تر لاسه کوي.

کياني ويلي، چي دا په دې پوري اړه لري، چي استخباراتي ډلي له دغو معلوماتو څخه څرنگه کاراخلي.

رويترز/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل