1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای سي په افغانستان کي ۳۰۰۰ کسه په ايډز اخته يي

۱۳۸۹ آذر ۱۰, چهارشنبه

په افغانستان کي د ايډز ناروغۍ د کنټرول د پروګرام له ريس ډاکټر فريدالله پيغام سره د دوچه ويله المان ږغ راډيو ځانګړې مرکه

https://p.dw.com/p/QN82
انځور: AP

دوچه ويله: په افغانستان کي په اچ ای وي ايډز د اخته کسانو شميره څومره ته رسيږي؟

ډاکټرپيغام: تر اوسه پوري ۶۳۶ مثبتي پيښي زموږ سره ثبت سوي دي او د ايډز په ناروغۍ د هغو کسانو شميره ۴۳ ده چي زموږ سره ثبت سوي دي.

دويچه ويله: په دې ناروغۍ اخته ډيری کسان څوک دي، نارينه دي، ماشومان دي او که ښځي دي؟

پيغام: اکثرا دغه کسان نارينه دي، او د ښځو فيصدي اتلس فيصده ده او د هغو ماشومانو شمېره چي په دغه ناروغۍ اخته دي په افغانستان کي په ايډز ناروغۍ د اخته ټولو کسانو درې نيم سلنه جوړوي.

دويچه ويله: ستاسو په نظر په افغانستان کي به څومره کسان په ټوليزه توګه له اچ ای وي ايډز سره ژوند کوي؟

پيغام: تاسو پوهيږي چي په افغانستان کي بيلا بيلو مشکلات لرو، اقتصادي سياسي او امنيتي ستونزي، موږ نه سو کولای چي په ټول هيواد کي دغه خلګ ټسټ شي ، ممکن پيښي زياتي وي او ښآيي دغه شميره له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پوري وي.

دويچه ويله: په اچ ای وي وايرس له اخته کسانو سره په جنسي مقاربت سربيره نوري کومي لاري چاري دي چي يو جوړ انسان په دغه ناروغۍ اخته کوي؟

پيغام: ډيري عمده لاره په افغانستان کي او په نورو اسياسي هيوادونو کي چي په مټ يي له يوه کس څخه دغه وايرس بل ته ليږدول کيږي زرقي لاري دي.

هغه په دي مانا چي ډيري هغه کسان چي په مخدره توکو اخته دي د دغه وايرس د انتقال لامل ګرځي ځکه چي هغوی د پيچکاريو په واسطه نورو کسانو ته هم مخدر مواد ور پيچکاري کوي او همداسي دغه ناروغۍ پراخ والي مومي.

دويچه ويله: په افغانستان کي په اچ اي وي د اخته کسانو لپاره د درملني مرکزونه سته که څنګه او ډيري هغه کسان چي په دغو ناروغيو اخته دي د ملک په کومو برخو کي ژوند کوي؟

ډاکټرپيغام:تاسو ته معلومه ده چي کابل کي د خلکو نفوس زيات دي، او چيرته چي نفوس زيات يي ستونزي هم زياتي وي.همدا راز هرات او ننګرهار هم هغه ولايتونه دي چي له بهرنيو ملکونو سره موږ هلته پولي لرو، په دغو دريو ولايتونو کي په دغي ناروغۍ د اخته کسانو شميره زياته ده او طبعاً هلته پيښي هم زياتي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل