1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيداې شې چې مالي بحران نورو بانکونو اومالې موسسو ته هم وغزيږې

۱۳۸۷ مهر ۵, جمعه

د امریکې په متحده ايالتونو کې د روان مالې بحران دعلاج لپاره تراو سه هم په اصطلا کومه اغيزه منه نسخه نده موندل شوې.

https://p.dw.com/p/FPcD
انځور: AP

پرون د امریکې متحده ایالتونو ولس مشر جور ج ډبليو بوش د دغه هيواد د ولسمشری د څوکې لپاره د جمهوريت غوښتونکو او د ديموکراتانو د کانديدانو جان ميک کين او بارک اوباما سره هم کتلې او له دوې سره يې خبرې کړې، خو هسې چې ويل شوې ددغه خبرو څخه کومه نتيجه لاس ته نده راغلې.

دغه خبرې په دې هکله شوې چې د بوش حکومت د پلان له مخې بايده دې چې سمدستې، له افلاسه سره د مخامخو بانکونو او مالې موسسو په اختيار کې دې 700 ملیارده ډالره پريښودل شې. مخکې له دې چې د روان مالې بحران لمن دې نورهم پراختيا پيدا کړې. خو هسی چې ويل شوې د ولسمشرې د څوکې د کانديدانو سره د بوش خبرې کومې قطعې نتيجې ته ندې رسيدلې. د پرون ورځې د کتنې نه وروسته د امریکې متحده ايالتونو د ولسمشرې د پاره دډ يموکراتانو کانديد بارک اوباما ويلې دې، چې مونږ به يوالې ته سره ورسيږو، خو بايد دغې موخې ته د رسيدلو لپاره کار وشې. د پرون ورځې په خبرو کې د بارک اوباما او جان ميک کين ترڅنګ بوش دغه خبرو ته د کانګرس د دواړو خونو مشران هم رابللی وو، او د بوش هيله دا وه چې دوې بايد ډیر ژر يوه توافق ته سره ورسيږې. او که نه کيداې شې چې د بحران نورو بانکونو اومالې موسسو ته هم وغزيږې.

بارک اوباما، جورج بوش او جان ميک کين په واشنګتن کې سره وکتل
بارک اوباما، جورج بوش او جان ميک کين په واشنګتن کې سره وکتلانځور: picture-alliance/ dpa

بوش: « زما هیله داده چې مونږ ډیر ژر يوه توافق ته سره ورسيږو.»

او د بوش د دغې خبرې لپاره دلايل هم موجود وو ، ځکه مخکې له دغې غونډې څخه د دواړو ګوندونو استاذو د کانګرس په يوه جرګه ګې کې ويلې و، چې د پرنسيب له مخې دا به سم کاروې چې د مالې موسساتو سره دې مرستې وشې. خو کله چې د بوش سره کتنه کيږې، يو ناڅاپه ځینې برخه وال په تيره بیا د بوش په جمهوريت غوښتونکې ګوند پورې مربوط کسان له خپل پخوانې نظر څخه اوړې.

مثلا د جمهوريت غوښتونکې ګوند سناتور Richard Shelby وايې چې:

« دغه موافقه هسې چې ښکارې يوه موافقه نه ده. »

ولې څه خبره وه، او څه پیښه شوې د یوې موافقې و موخې ته لانې رامنځ ته شوې. د بوش سره په خبرو کې، سناتور شلې او د جمهوريت غوښتونکې د ګوند د نورو برخه والو په عقيده تراوسه څه چې ترلاسه شوې د قناعت وړنشې بلل کيدلاې. او ځينې جمهوریت غوښتونکې اصلا د دغې تګ لارې سره چې د سپینې ماڼې له خوا غوره شوې، د منلو وړ نه بريښې.

دوې وايې چې ولې دغه پيسې د دولت او په نتيجه کې د مالیه ورکونکو له خوا ورکړ شې، بايد هڅه وشې چې دغه پيسې د شخصې منابعو څخه برابرکړاې شې. چې د همدغه بيلا بيلو نظريو له امله د بوش سره د خبرو په بهير کې لانجې رامنځ ته شوې وې.

پخپله جان ميک کین چې د دغې غونډې څخه مخکې ويلې وچې دې به د بوش د پلان د منلو دپاره کاروکړې او له مدې امله په بيړه سره واشنګتن ته راغلې و ، دغونډې په وخت کې چپ ناست و.

په دې اړوند ډيموکرات سناتور Chris Dodd وايې چې:

«زه نه پوهيږم چې جان په غونډه کې اصلا دکوم پلان په پلو و او اصلا آيا نوموړې کوم نظر دلودې او که څنګه.»

د ديموکرات د ګوند نورو سیاست مدارانو هم جان ميک کین ته د دې پیغور کړې چې دې د روغې جوړې د حل په لاره کې خنډونه اچوې.