1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيري: پاکستان بايد د ترهگرو پرضد مبارزه وکړي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۳, سه‌شنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي دي چې پاکستان باید د هغو وسله والو ډلو پر ضد مبارزه وکړي چې د افغانستان، هند او امریکا گټو ته گواښ پیښوي. جان کیري د دوشنبې په ورځ له هند څخه اسلام ته ورسید.

https://p.dw.com/p/1EJI9
انځور: Reuters/R. Wilking

جان کیري له پاکستان څخه د هغو وسله والو ډلو چې د سیمې هیوادونو ته گواښ پیښوي د مبارزې غوښتنه د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د خپل سفر پر مهال کړې ده. جان کیري همداشان په پیښور کې د یوه ښوونځي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرگنده کړه.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۱۲مه) په یوه ناببره سفر د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته ورسید. کیري د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او دغه راز د دغه هیواد د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره ولیدل.

جان کیري په اسلام آباد کې ویلی دي چې باید ټولي افراطي ډلې په یو ډول تر هدف لاندي ونیول شي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «د پاکستاني او افغان طالبانو، حقاني شبکې او لشکر طیبه په شان نورې ترهگرې ډلې پاکستان، د هغې گاونډیو او امریکا ته لا هم یو گواښ دی. موږ ټول دا مسئولیت لرو چې دا خبره یقیني کړو چې دغه ډلې د پښې ټینگولو ځای نه لري، بلکې د دې پر ځای پر شا تمبول کیږي.»

اسلام آباد ته تر سفر کولو د مخه جان کیري د پاکستان رقیب او گاونډي هیواد هند ته سفر کړی وو. کیري په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دی په وروستیو کې د کشمیر په سیمه کې د تاوتریخوالي پيښو سخت انديښمن کړی او له پاکستان او هند څخه یې د یوه دیپلوماتیک حل غوښتنه وکړه.

امریکایي چارواکو خبریالانو ته ویلي دي چې له نواز شریف سره پر ملاقات سربیره کیري په هغه یوه ماښامنۍ کې هم گډون وکړ چې د نواز شریف له خوا یې بلنه ورکړل شوې وه. زیاته شوې ده چې په دغه ماښامنۍ کې پر نورو سربیره د پاکستان د پوځ لوی درستیر جنرال راحیل شریف، د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) مشر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر گډون درلود.

جان کیري او د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز
جان کیري او د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیزانځور: Reuters/R. Wilking

رویټرز خبري آژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي دي: «پاکستاني پلاوي نن موږ ته څو واري وویل چې دوی به د [ښو] او [بدو] طالبانو تر منځ فرق و نه کړي.» نوموړي امریکایي چارواکي زیاته کړې ده چې پاکستان ویلي دي چې دوی به د ټولو هغو افراطي ډلو چې نه یوازي پاکستان ته گواښ دي، هم تعقیب کړي.

په عین وخت کې جان کیري د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز سره په یوه ملاقات کې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د دې هیواد د پوځ له خوا د یاغیانو پر ضد عملیات ستایلي دي.

د پاکستان پوځ د تیر میلادي کال په جون میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پرضد ستر تعرضي عملیات پیل کړل. امریکا متحدو ایالاتو له ډیرې مودې راهیسې په دغه سیمه کې د عملیاتو د پیلیدو غوښتنه کوله.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د پاکستان د قبایلي سیمو په گډون د شمالي وزیرستان له پاره ۲۵۰ میلیونه امریکایي ډالره د بیړنیو مرستو له پاره ځانگړي شوي دي. په سلونو زرو کسان د جگړې له کبله له قبایلي سیمو څخه نورو سیمو ته خوځیدلي دي.