1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيم جونګ اون ـ «امريکا په سيمه کي د ناقراريو مسؤله ده»

۱۴۰۰ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون د امریکا متحده ايالاتو پر دښمنانه پاليسیو سختي نيوکي کړي دي. د هغه په وينا هيواد به يې د خپل ملي امنيت او مځکنۍ بشپړتيا په مقصد خپل امنيتي امکانات پراخ کړي دي.

https://p.dw.com/p/41Zcd
Nordkoreas Machthaber Kim Jong Un
انځور: Korean Central News Agency/Korea News Service via AP/picture alliance

کيم جونګ اون په ټاپو وزمه کوريا کي د ټيکاو د نشته والي مسؤليت د امریکا پر متحده ايالاتو وراچولی دی. د هغه په وينا واشنګټن د پيونګيانګ په وړاندي د «دښمنانه» پاليسۍ پر مخ بيولو علاوه بل چلن نه دی کړی.

د شمالي کوريا واکمن په داسي حال کي دا څرګندونې کړي دي چي په نړيوالو رسنيو کي هغه خبرونه سرټکي ګرځېدلي چي له مخي يې دغه هيواد يو هايپر سونِک يا تر ږغ چټک توغندی ازمويلی دی. جونګ اون د يو دفاعي نندارتون د کتنې پر وخت په خپله وينا کي زياته کړې: «موږ د هيڅ چا سره د جګړې خبره نه کوو بلکه موږ غواړو خپل ځان له جګړې څخه وساتو او د خپلي ملي خپلواکۍ له پاره د جګړې په تدارک کي زیاتوالی راولو.»

که څه چي د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر جوبايډن اداره وايي چي د شمالي کوريا په وړاندي هيڅ دښمني نه لري، خو کيم جونګ اون ويلي: «زه غواړم پوه سم چي ايا په دينا کي يو واحد کس يا هيواد همداسي سته چي پر دغه خبره يقين وکړي؟»

په دې ترڅ کي په ورځپاڼو کي يو انځور خپور سوی دی چي پکښي کيم جونګ اون انځور سوی چي د بيلو وسلو مخي ته ولاړ او ورڅخه کتنه کوي. په دغو کي هوا سونګ ۱۶ قاره يي توغندی هم شامل دی. د شمالي کوريا سره له موجودو توغنديو څخه یاد توغندی له تر ټولو زیات واټن څخه ويشتل کولای سي. دغه توغندی  تېر کال په يو پوځي پرېډ کي نندارې ته وړاندي سوی ؤ. خو تر اوسه د دغه کومه تجربه نه ده تر سره سوې.

د نظامي تجهيزاتو سيالي

د هغه وروسته چي په نړيواله کچه د نوو نظامي تجهيزاتو سیالۍ زور اخيستی دی، شمالي او جنوبي کورياؤ هم د نوو توغنديو او نورو وسلو ازموينې چټکي کړي دي. خو په دغه سيالي کي شمالي کوريا بيا هم مخکي اټکل کيږي. بعضي کتونکي په دې نظر دي چي شمالي کوريا ښايي پر خپلې مهمې اټومي بټۍ د پراختيا کارونه هم پېل کړي وي. له دغې بټۍ څخه د اټومي وسلو جوړولو له پاره هستوي مواد په لاس راوړل کيدلای سي.

له بل اړخه جنوبي کوريا هم د خپل لومړي اوبتل بالسټيکي توغندي ازموينه کړې ده. دغه هيواد د الوتکه وړونکې کښتۍ تر څنګ د نورو نوو وسلو د جوړولو پلانونه هم جوړوي. دغه هيواد د خپل ملاتړي هيواد متحده ايالاتو څخه اېف ۳۵ جنګي الوتکي هم رانيولي دي.

د امريکا متحده ايالاتو د شمالي کوريا د ممکنه نظامي مداخلې د مخنیوي له پاره په جنوبي کوريا کي تقريبا خپل ۲۸۵۰۰ عسکر مستقر کړي دي. واشنګټن او سیول په اګست مياشته کي مشترکه پوځي تمرينات هم ترسره کړل. کيم جونګ اون دغه تمرينات و جګړې ته چمتو والی بلل ؤ.

د واشنګټن او پيانګيانګ تر منځ په خبرو کي نه پرمختګ

د متحده ايالاتو او د شمالي کوريا تر منځ د اړيکو د بهتره کېدو په هکله هغه وخت هيلي راوټوکېدلې کله چي په ۲۰۱۸ کال په سينګاپور کي د يو کوچني کانفرانس پر وخت د هغه وخت امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کيم جونګ اون سره ملاقات وکړ. دا د شمالي کوريا له مشر سره د يوه امريکايي ولسمشر لومړۍ ليدنه وه.

خو په بنديزونو کي د نرمښت او د هستوي وسلو د مخنيوي پر موضوع د اختلافاتو له کبله په هنويي کي تر سره سوي خبري اتري ناکامه سوي وې.

د امریکا متحده ايالات وايي چي ګواکي هر وخت د شمالي کوريا سره په سفارتي سطحه خبرو اترو ته چمتو دی. خو دمګړی دغه پروسه ولاړه ده. پيونيانګ وايي چي تر هغه وخته به د خبرو ميز ته حاضر نسي تر څو چي واشنګټن ورباندي لګول سوي بنديزونه نه ختموي او په جنوبي کوريا کي خپل نظامي فعاليتونو ته د پای ټکی نه ايږدي.

آ./ا.ا./ب.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: