1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د کډوالو له پاره روغتیایي خدمتونه

ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۱۵, چهارشنبه

آلمان ته تر رسیدو وروسته تاسو کولی شئ چې ډاکتر ته مراجعه وکړئ. په لومړیو ورځو کې تاسو یوازې کولې شې چې په بیړنیو حالاتو کی روغتیایي خدمتونو تر لاسه کړئ. د آلمان د روغتیایي سیستم په اړه نور اړین معلومات دلته لوستی شې.

https://p.dw.com/p/1Gjld
Hilfe für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/G. Wendt

د روغتیایي ستونزې د حل لپاره چا ته مراجعه وکړم او پیسې يې څوک ورکوي؟

د آلمان د قانون له مخې، هغه کډوال چی غوښتنلیک یې تر کار لاندی وي کولی شي یوازې د سختو ناروغیو یا بیړني حالاتو په صورت کې ډاکتر ته مراجعه وکړي.

ډاکتر ته تر مراجعې وړاندې باید له خپل مرستندویه دفتر څخه د صحي فورم غوښتنه وکړئ او کله چې ډاکتر ته ورځئ باید دا فورم له ځان سره ولرئ. په دې حالت کې ستاسو مرستندويه اداره د روغتیایي خدمتونو پیسې ورکوي. که تاسو درمل ته اړتیا ولرئ بیا هم مرستندویه دفتر ستاسو د درمل پیسې ورکوي.

هغه میرمني چې بارداره وي او یا یي هم ماشوم زیږیدلی وي نو د یوې آلماني میرمنې په څیر روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د بیمې کارت ځه شی دی؟

لکه بریمن او هامبورګ، په ځینو نورو آلماني ښارونو کې کډوالو ته رسیدو سره سم یو د بیمې کارت یا «Gesundheitskart» ورکول کیږی. کله چې د ډاکتر لیدو ته ځۍ نو د همدی کارت ښودلو نه وروسته په اتومات ډول د بیمې کمپني له خوا ډاکتر ته پیسې ورکول کیږی.

هر آلمانی چی بیمه لري دا کارت هم لري او د دې کارت لرلو سره تاسو ضرورت نه لرئ چې د ډاکتر له لیدو دمخه مرستندویه ادارې ته لاړ شی.

خو د کډوالو لپاره هر څه وړیا نه دي. که تاسو عینکو ته اړتیا ولرئ او یا هم د غاښونو تکلیف ولرئ نو د بیمي کمپنۍ له خوا څو وارې د بررسي نه وروسته تاسو د درمل اجازه لاسه راوړئ.

که تاسو په آلمان کی ۱۵ میاشتی تیرې کړې وي او د پناه غوښتنلیک په اړه مو فیصله نه وي شوې تاسو په دې حالت کې د یو آلماني په څیر روغتیایي خدمتونو ته لاسرسئ پیدا کوئ. خو آن ستاسو د بیمې کمپنۍ هم ستاسو د عینکو، ځینو خاصو درملو، ژباړونکي او د ډاکتر لیدو تګ لپاره د کرایي مصرف نه ورکوي.

د رواني ستونزو لپاره څه ډول مرسته تر لاسه کولی شم؟

دا تر یو حده سخته ده او په خاص ډول چی تازه آلمان ته راشئ ځکه یوازې په بیړني حالت کې کولئ شئ چې ډاکتر ووینئ. ځیني ډاکتران له دې ستونزو څخه خبر دي او د کډوالو لپاره یې ځیني کلینیکونه جوړ کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب