1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال په اُطريش کي د ستونزو سره مخ دي

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۳۱, شنبه

د اطریش د کډوالو په کمپ کې د پناه غوښتونکو د خراب وضعیت په هکله د رپوټ تر خپریدو وروسته د دغه هیواد خلکو په پراخه پيمانه د بسپنې راټولول پيل کړي دي، خو دغه مرستې اړینو خلکو ته نه رسیږي.

https://p.dw.com/p/1GJmx
انځور: DW/A. Langley
کریستیانا کَرَفیات وم، او د هغې ۱۵ کلنې لور خپل موټر د ترکانو د کلتوري مرکز تر څنگ درولی دی. دوی غواړي دلته د کلیسا له ۲۵ تنو مرستندویانو سره همکاري وکړي. دوی درې ساعته وخت لري چې بسپنې راټولې او منظمي کړي او وروسته یې بیا د کډوالو کمپ ته انتقال کړي.

کریستیانا کَرَفیات، د خفگان په څرگندولو سره وویل:« دا د شرم ځای چې د اطریش په څیر یو شتمن هیواد نه شي کولې په دې ځای مرستې همغږی او په منظم ډول یې پر کډوالو وویشي.» دا دویم ځل دی چې نوموړۍ د وین له ښار څخه د ترایسکیرشن ښار ته چې له وین څخه ۳۰ کیلومتره فاصله لري د دې له پاره ورځي چې له کډوالو سره د مرستې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.
تر اندازې زيات کډوال

د کډوالو د کمپ مخې ته د ملیاني شرتسر، په نامه یوه ۳۵ کلنه ټولنیزه فعاله پر کډوالو میوې، د میوو اوبه او کمبلې ویشي. په دې توگه ډیر شمیر مرستندویانو د ملگرو ملتونو د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ پر وړاندې غبرگون ښکاره کړی دی. د دغه سازمان په رپوټ کې د«ترایسکیرشن» د کډوالو په کمپ کې وضعیت غیرې انساني ښودل شوې دی.
په دغه کمپ کې چې د ۱۲۰۰ کډوالو له پاره جوړ شوې دی، شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال په ډیر خراب وضعیت کې شپې ورځې سبا کوي. دغه کډوال چې د عراق، سوریې او افغانستان څخه ورغلي دي، مجبوره دي چې له ویجاړو شوو او ناکاره بیت الخلا گانو څخه استفاده وکړي. د ښځو او نارینه د ځان پرمنځلو له پاره جلا تشنابونه وجود نه لري.
Österreich Flüchtlingsunterkunft in Traiskirchen
انځور: DW/A. Langley


د خوراکي موادو تدارک په سمه توگه نه ترسره کیږي. یو شمیر کډوال مجبوره دي چې له خپلو کوچنیو ماشومانو سره یوځای تر شین آسمان لاندی ژوند وکړي. خیمې د راټولو شوو بسپنو په پيسو اخیستل شوې دي، نه په دولتي مرستو. په داسې حال کې چې سیاستوال د دغه وضعیت پړه یو پر بل ور اچوي، د اطریش خلک بیا غواړي پخپله په دې برخه کې همکاري او مرسته وکړي. په دې توگه د دوطلبانو مرستې نه شي کولې د کډوالو ستونزې حل کړي، بلکې ځینې وختونه په خپله دغه مرستې نوې ستونزې رامنځته کوي.
د خوراکي توکو ستونزه

د بیلگې په توگه د دوو اونیو را پدیخوا د« ترایسکیرشن» د کډوالو د کمپ پر لور لاره د هغو کسانو له خوا تړل شوې ده کوم چې پر مرستو بار خپل موټرونه یې دغه ځای ته راوړي دي.

ډیري خوراکي مواد مخکې تر دې چې اړینو کسانو ته ورسیږي، خرابیږي او په کثافاتو کې اچول کیږي. د دې ترڅنگ د دغو کډوالو اکثریت مسلمانان دي چې په مذهبي لحاظ د دغو خوراکي موادو له یوې برخې څخه استفاده نه کوي.

په دې برخه کې یوه بله ستونزه؛ کله چې د مرستندویانو له خوا په خوراکي موادو بار موټر د کډوالو کمپ ته نږدې کیږي، مخکې له دې موټر کمپ ته ننوزي ځنې کډوال د روان موټر پورې ځان نښلوي او د بیلگې په توگه د کیلو کارتن ترې لاندی غورځوي. په کارتن کې یو اندازه کیلې خرابیږي او هم هلته د سړک د پاسه پاتې او بوې کوي چې له امله د سیمې د خلکو شکایتونه پورته کیږي.