1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کډوال په کلیو او ښارونو کې میشت کیږي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۱۲, شنبه

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزرات وایي، چې د راستیندونکو کډوالو له پاره یې یو نوی پروګرام جوړ کړی دی. د دغه پروګرام له مخې راستانه شوي کډوال به د ښارګوټو پر ځای په کلیو او ښارونو کې میشت کړل شي.

https://p.dw.com/p/19JIx
انځور: dapd

په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د راستنیدونکو کډوالو له پاره ښارګوټي جوړ شوي دي، خو زیاتره کډوال چې له ګاونډیو هیوادونو څخه راستانه شوي له مرکزه څخه د لیري والي، بې کارۍ او د عامه خدماتو د نه شتون له امله دغه ښارګوټي پریښي دي.

د کډوالو وزیر جماهیر انوري، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست دریمه) د محلي ارګانونو د ادارې له مشر سره په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل: «زیاتره ځمکې چې مهاجرینو ته ورکړل شوي دي، د استوګنې وړ نه دي او له ښارونو څخه لیرې دي.»

د ښاغلي انوري په وینا د وزارت د ستراتیژۍ د نوي پلان له مخې، په پام کې ده هغه افغان کډوال چې افغانستان ته راستنیږي، په ښارونو او کلیو بانډو کې آباد کړای شي، ځکه د هغه په وینا چې په دغو سیمو کې د راستنیدونکو د ژوندانه زمینه او لومړي ضرورتونه لا ښه مساعد دي.

د کډوالو وزیر وویل چې له دې وروسته به وزارتونه او حکومتي بنسټونه د نوي ستراتیژۍ پر اساس خپل پروګرامونه تنظیم کړي.

په پاکستان کې ۱،۶ میلیونه او په ایران کې ۹۴۰ زره کډوال په قانوني توګه ژوند کوي
په پاکستان کې ۱،۶ میلیونه او په ایران کې ۹۴۰ زره کډوال په قانوني توګه ژوند کويانځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د راستنیدونکو کډوالو د استوګنې له پاره چې کومې پیسې ورکول کیږي، هغه به هم د دغه نوي پروګرام پر اساس مصرف شي: «له وزارت خانو او ټولي محلي ارګانونو سره مو موافقتنامه لاسلیک کړي، تر څو زموږ پروګرامونه په ملي پالیسۍ کې ونیول شي. زموږ لومړیتوبونه په مستقیمه توګه په ملي بودجه کې شاملیږي.»

د محلي ارګانونو اداره د ځمکې د ویش او راستیندونکو کډوالو ته د ځمکې د ویش په قانوني برخه کې د کډوالو چارو له وزارت سره همکاري کوي.

د محلي ارګانونو د ادارې مشر عبدالخالق فراهي، د کډوالو له وزیر سره یوه توافقنامه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په ۳۴ ولایتونو کې والیان او محلي چارواکي د کډوالو د وزارت د نوي پروګرام ملاتړ کوي.

د بیرته راستنیدونکو کډوالو په شمیر کې کموالی راغلی

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو کلونو په پرتله له ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو په شمیر کې د پام وړ کموالی لیدل کیږي.

ښاغلي انوري وویل: «له دې سره سره چې د ۲۰۱۴م کال په اړه تبلیغات او اوازي دي، زموږ ۳۰ زره کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي. تیر کال د دغو کسانو شمیر ۹۰ زره وو.»

د کډوالو وزیر وویل: زیاتره ځمکې چې مهاجرنیو ته ورکړل شوي د استوګنې وړ نه دي او له ښارونو لیرې پرتې دي.
د کډوالو وزیر وویل: زیاتره ځمکې چې مهاجرنیو ته ورکړل شوي د استوګنې وړ نه دي او له ښارونو لیرې پرتې دي.انځور: AP

د ښاغلي انوري په وینا په اوسني وخت کې ۱،۶ میلیونه افغانان په رسمي توګه کې په پاکستان کې ژوند کوي. د وروستي ځل له پاره په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدو موده تر ۲۰۱۵م کاله پورې تمدید کړای شوه او د پاکستان حکومت وویل چې دوی به تر راتلونکو دوو کلونو پورې دغه کډوال په زوره له خپل هیواد څخه و نه باسي.

د انوري په وینا شاوخوا یو میلیون افغانان په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي. همداشان په ایران کې ۹۴۰ زره کډوال قانوني اسناد لري او ۱،۴ میلیونه بیا د قانوني اسنادو پرته په دغه هیواد کې شپې او ورځې سبا کوي.

د کډوالو وزیر وړاندې وویل چې له ۶۵۰ زرو څخه تر ۷۰۰ زرو پورې افغانان بیا په نورو هیوادونو کې ژوند کوي. د هغه په وینا د نړۍ په ۷۰ بېلابېلو هیوادونو کې افغانان میشت دي.