1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ککړه هوا په کال کې اووه میلیونه انسانان وژني

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) نوي ارقام ښيي چې د ککړې هوا پر ضد مبارزه کې پرمختګ نه دی شوی. د رپوټ له مخې په ځانګړې توګه د پرمختګ په درشل کې هیوادونه له ککړې هوا څخه کړیږي.

https://p.dw.com/p/2x20C
China Shanghai Smog
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې په نړۍ کې هرکال کابو اووه میلیونه انسانان د ککړې هوا له کبله مري. دغه ارقام دوه کاله ترمخه له تر سره شوو ارزونو سره سر خوري. د روغتیا نړیوال سازمان د عمومي مشر تیدروس آدانوم ګیبریسوس، په وینا د ککړې هوا له کبله ټول انسانان له خطر سره مخامخ دي، خو په ځانګړې توګه بې وزله قشرونه بیا له ډیر ګواښ سره مخامخ دي.

بې وزله هیوادونه تر ټولو زیات اغیزمن دي

د رپوټ له مخې د ککړې هوا له کبله تر ۹۰ سلنه زیاتې مړيني په هغو هیوادونو کې رامنځ ته کیږي چې خلک يې کم او یا هم منځنی اوسط عاید ولري، تر ټولو زیات په آسیا او افریقا کې. د روغتیا د نړیوال سازمان د عامه روغتیا چارو مدیره ماریا میرا، وایي: «د نړې په ډیرو سترو ښارونو کې د هوا ککړتیا، د روغتيا نړيوال سازمان له لوري د توصیې شوې اندازې څخه پنځه وارې لوړه ده.» د هغې په خبره په هغو هیوادونو چې پکښې عاید لوړ دی لکه اروپا، امریکا او کاناډا او همداشان آسترالیا او نیوزیلنډ کې د هوا کیفیت ښه دی.

د نړۍ په کچه له لسو څخه نهه انسانان هغه هوا تنفس کوي چې پکښې د سولفت، نایتریت او د دود لوړ ذرات پکښې وي. د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې دغه ډول زهرجن ذرات د زړه د حملې او مغزې سکته له کبله د پاخه سن کسانو د مړیني د یو پر څلورمه برخي سبب ګرځي. د دغه سازمان په وینا د سږو سرطان د ټولو پيښو ۳۰ سلنه او د نورو ټولو مزمنو ناروغیو د ۴۳ سلني سبب ککړه هوا کيږي.

د کور په چار دیوالۍ کې ناپاکه او غلیظه هوا

د روغتیا نړیوال سازمان په کور او دباندي کې ناپاکه هوا سره بیلوي. د هغوی په خبره په کور کې د ډوډۍ پخولو او همداشان د رڼا له پاره د لرګیو او تیلو کارول د هوا د ککړیدو سبب ګرځي. د دغه سازمان په وینا اوس هم په نړۍ کې درې میلیارده کسان په خپلو کورونو کې له دغه ډول توکو څخه کار اخلي. رپوټ زیاتوي چې په کال کې شا او خوا ۴،۲ میلیونه کسان د هغه ککړې هوا له کبله مري چې په آزاده هوا کې تنفس کوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې صنعتي ګازونه او د موټرو او نورو نقلیه وسایطو په واسطه رامنځ ته کیدونکی کاربن ډای اکساید ګاز د ککړې هوا له کبله د مړیني په اصلي علتونو کې شمیرل کیږي.

خو پر دې ټولو ستونزو سربیره هم د روغتیا نړیوال سازمان یو څه هیله من دی. د دغه سازمان په وینا په ۲۰۱۶م کال کې هغو ښارونو چې دوی ته یې معلومات استول ۳۰۰۰ ښارونو ته رسیده خو اوس دغه شمیر ۴۳۰۰ ته رسیدلی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان څخه د روغتیايي چارو مدیره میرا، وایي چې له دې څخه سړی دا نتیجه اخیستی شي چې دغې ستونزې ته خلک متوجه شوي دي او چارواکي د ښارونو په وضعیت کې د ښه والي د راوستلو له پاره هلې ځلې کول غواړي.

زموږ له ارشيف څخه: