1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیوبا ته د پوتین سفر

مسعود جهش (AFP, Reuters, AP)۱۳۹۳ تیر ۲۱, شنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوس د کیوبا په سفر بوخت دی. هغه په هوانا کې له ولسمشر راول کسترو او د هغه له مشر ورور فیدل کاسترو سره ولیدل.

https://p.dw.com/p/1CbdQ
انځور: picture-alliance/dpa

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ وختي د هوانا نړیوال هوایي ډگر ته ورسید. پوتین تر هر څه دمخه د هغو روسي سرتیرو ادیرې ته ولاړ چې په کیوبا کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روسي سرچینو ویلي دي چې پوتین د خپل سفر پر مهال د کیوبا له ولسمشر راول کساترو او د هغه له مشر ورور فیدل کاسترو سره لیدلي دي. ۸۷ کلن فیدل کاسترو په ۲۰۰۸ کال کې تر ۵۰ کلنې واکمنې وروسته د کیوبا چارې خپل ورور ته وسپارلې.

روسي رسنیو ویلي دي چې ولسمشر پوتین او فیدل کاسترو د دوو ساعتونو له پاره یو له بل سره د نړیوالو سیاستونو، اقتصاد او دو اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.

کیوبا ته تر سفر مخکې پوتین اعلان کړی وو چې هیواد یې کیوبا ته د پخواني شوري له دوران څخه پاتې ۳۵ میلیارده ډالر پور بخښلی دی. دا کیوبا ته له وخته د پاتې پورونو ۹۰ سلنه برخه ده. پوتین روښانه کړې وه چې پاتې پورونه به دې زده کړې په برخه کې په کیوبا کې ولگول شي.

کیوبا او روسیې همداراز یو شمیر تړونونه هم لاسلیک کړل چې له مخې به یې روسي کمپنۍ د کیوبا د نفتو په سکتور کې لا ډیره پانگونه وکړي. رسنیو همداراز د پوتین په حواله ویلي دي چې روسیه به د کیوبا د ځمکني او سمندري ترانسپورت د عصري کولو په برخه کې هم له دې هیواد سره مرستې وکړي.

پوتین همداراز په کیوبا کې پر دې هیواد باندې د امریکا متحده ایالاتو پر بندیزونه باندې نیوکه وکړه چې له پنځوسو کلونو راهیسې پلي کیږي. دا په داسې حال کې ده چې کیوبایي چارواکو په وروستیو وختونو کې د اصلاحاتو په رامنځ ته کولو لاس پورې کړی دی.

لاتینې امریکا ته د سفر پر مهال به پوتین همداراز ارجنتاین او برازیل ته ولاړ شي. د یکشنبې په ورځ به هغه د فوټبال نړیوال جام په پای لوبه کې هم گډون وکړي چې د آلمان او ارجنتاین د ملي لوبډلو تر منځ ترسره کیږي. ویل کیږي چې پوتین به د لوبې په څنډو کې له آلمانۍ صدراعظمې انگلا میرکل سره هم وویني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب