1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیوبا: د اپوزیسیون ۲۰ تنه نیول شوي دي

۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعه
https://p.dw.com/p/16fw4

په کیوبا کې سیاسي مشرتابه د مخالفینو پر وړاندې خپلو اقداماتو ته ادامه ورکړې. د دولت ضد ۲۰ تنه منتقدین چې په هغې کې بلاگ لیکونکي یوآني سنچیز هم شامله ده، په پلازمینې هوانا کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه مخالفین هغه وخت نیول شوي دي کله چې دوی د یوه نیول شوي مدافع وکیلې د خلاصون له پاره غونډه کوله. يوآني سنچیز په اوسني وخت کې په کیوبا کې د اپوزیسیون له وتلو کسانو څخه شمیرل کیږي. دغه ۳۷ کلنه د اکتوبر د میاشتې په لومړیو ورځو کې هم د پولیسو له لوري په موقتي توگه نیول شوې وه.