1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګانا له جوماتونو غوښتي چې آذانونه د وتس اپ له لارې وکړي

۱۳۹۷ فروردین ۲۷, دوشنبه

د افریقا د لویې وچې زیاتره ښاري سیمې د ورځې په اوږدو کې له غږیزې ککړتیا کړیږي. په ګانا کې چارواکو د دې ستونزې د حلولو په موخه له مسلمانانو غوښتي چې د لوډسپیکر پر ځای دې آذانونه د وټس اپ له لارې وکړي.

https://p.dw.com/p/2w6bd
Ghana Accra - Markt
انځور: picture-alliance/ZB/T. Schulze

د افریقايي هیوادونو په زیاتره سترو ښارونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه، په لوړ غږ د موسیقي غږول، د سړک غاړې لاسي کراچۍ او د دې ترڅنګ په خپلو ورځنیو کارونو پسې راوتلي زرګونه پلي تلونکي کسان، د دې ښارونو د ورځني ژوند یوه برخه ده.

خو په ګانا هیواد کې حکومتي چارواکي د دې ټولو ستونزو سر بیره له جوماتونو او کلیساو څخه د راتلونکو لوړو غږونو ستونزې سره هم لاس او ګریوان دی.

د ګانا په پلازمینه اکرا کې حکومتي چارواکي اوس په دې هڅه کې دي چې له کلیساو او په ځانګړې ډول له جوماتونو سره داسې یو تړون عملي کړي چې له مخې یې لوړو غږونو مخنیوی وشي.

Ghana Tamale - Kirche
انځور: DW/M. Suuk

حکومتي چارواکو په دې هیواد کې له جوماتونو څخه غوښتي چې د لوډسپیکر له لارې د لمانځه د آذان پر ځای دې له ټولنیزې رسنۍ په ځانګړې توګه له وټس آپ څخه کار واخیستل شي او له دې لارې دې جوماتونه خلکو ته د لمانځه د ادا کولو پیغامونه ولیږي. وټس آپ د ټولنیزو رسنیو په بازار کې یو اپلیکشن یا د ځیرک موبایلونو یو پروګرام دې چې تر ډیره پورې د مسج استولو، تلیفوني اړیکو، انځورنو او یا هم ویډیوګانو د لیږلو په موخه په پراخه کچه کارول کیږي.

د ګانا هیواد د چاپیریال ساتنې وزیر کویبینا فریمپونګ بوتینګ په دې هکله ویلي: «آیا د لمانځه د ادا کولو وخت د مسج یا د وټس اپ له لارې نه لیږل کیږي؟ په دې توګه به امام په وټس اپ کې ټولو ته د لمانځه د وخت یو لنډ پیغام لیږي.»

نوموړي دویچه ویله ته وویل: «زه فکر کوم چې په دې توګه به موږ په غږیزه ککړتیا کې کموالی راولو. دا به ښايي لږ جنجالي وي خو دا یوه داسې موضوع ده چې موږ یې په اړه فکر کولی شو.»

Betende Muslime an Eid al-Fitr in Ghana
انځور: picture alliance/AA/J. Perdigo

بل لوري ته بیا د ګانا حکومت وايي چې دوی هیله لري چې دغه راز یو بدلون به د ډیرې غږیزې ککړتیا په برخه کې د پام وړ مثبت تغیر رامنځ ته کړي.

د ګانا هیواد په پلازمینه کې میشت د زیاتره مسلمانانو له پاره د موبایل له لارې د آذان ترلاسه کولو نظریه تر ډیره پورې د نه منلو وړ یوه موضوع ده. د دې هیواد د فاداما ټولنې د جومات امام شیخ عصان احمد، د ورځې پر مهال په پنځه ټاکلو وختونو کې د لمانځه آذان کوي. که څه هم هغه موافق دی چې غږیزه ککړتیا ټیټیدلی شي، خو د مسج او وټس اپ له لارې د لمانځه خبر ورکول ښايي اقتصادي ستونزې هم رامنځ ته کړي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل چې دلته امامان میاشتنی معاش نه لري. نو د وټس اپ یا مسجونو د استولو له پاره به پیسې له کومه کوي؟