1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګمان کيږي په کندوز کي پر يو ښوونځی باندي د ذهرجنو ګازو حمله سوې وي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۵, یکشنبه

په کندوزکي سيمه ايزو چارواکو ويلي، چي هلته د نجونو پر يو ښونځی باندي د مشکوک ذهرجن ګاز له يوي حملې سره يو شمېر نجوني او ښوونکي بي هوښه سوي دي...

https://p.dw.com/p/N5vV
نجوني او مېرمني د سبق د زده کړي پر مهال
نجوني او مېرمني د سبق د زده کړي پر مهالانځور: AP

چارواکوددغي حملې ملامتيا د افغانستان پر دښمنانو اچولې ده، هغه يو اصطلاح چي معمولاً اشاره يې طالب اورپکو ته ده، ځکه هغوی د خپلي واکمنۍ په موده کي د نجونو د تعليم مخالفت کاوه.

د کندوز د امنيې قوماندان عبدالرزاق يعقوبي ويلي، چي 48 زده کونکي او يو شمېر ښوونکي د کندوز د ښار په يو ښونځی کي وروسته له هغه په ناڅاپي توګه بې هوښه سوي او پر مځکه باندي لوېدلي،چي يو «ذهرجن ګاز» يې تر سږمو سو، هغه په دې هکله رڼا وا نه اچوله، چي دا څه ډول يو ګاز ؤ.

په دغه ولايت کي په تيرو مياشتو کي د ياغيانو فعاليتونه پراخ سوي دي. هغه د دغي حملې لپاره طالبان ګرم وګڼل.

د چارواکو د وينا له مخه دغه پيښه د خديجه الکبرا په نامه د نجونو په ښونځی کي رامنځ ته سوې ده.

د هغه ښونځی يوې زده کونکي، چي 12 کاله عمر لري په يو روغتون کي د رويتر خبري آژانس ته ويلي، چي د ګل د بوی په شان يو بوی د هغي تر سږمو سو. او بيا پوه نه سوه چي څه وسول،چي راپورته سوه په روغتون کي پرته ول. يو شمېر نورو نجونو هم د خپل ښونځی د زدکونکو او ښوونکي د ناڅاپي بې هوښۍ څخه خبري کړي.

د کندو ز ولايت د عامي روغتيا د رياست آمر، عزيزالله سفر ددې خبري تاييد کړی، چي روغتون ته ليږدول سوي کسان په قوي احمتال په کوم ذهرجن ګاز سره ښايي مسموم سوي وي.

هغه يادونه وکړه، چي يو شمېر ناروغانو د سرخوږ، زړه بدۍ او سرڅرخۍ څخه شکايت درلود.

په تيرو څو کلونو کي په ځينو نورو ولاياتو کي پر ښونځيو باندي حملې سوي دي، حتي په هغو سيمو کي، چي طالبان ډير زيات حضور هم نه لري.

د کندوز د امنيې قوماندان يعقوبي وويل، چي تيره اونۍ هم په کندوز کي د نجوني په يو بل ښونځی کي په يوې مسموم کونکي مشکوکي حملې سره کابو شل نجوني بې هوښه سوې.

د افغانستان په جنوب او ختيځ کي، چي طالب اورپکي پر اطرافي سيمو باندي کنټرول لري، ښونځی بيا په خاصه توګه د نجونو ښونځی تړلي پاته دي.

د کندوز پر نوموړی ښونځی باندي د مشکوک ذهرجن ګاز د وروستي حملې مسووليت تر اوسه پوري چا په غاړه نه دی اخيستی. دغه ډول بريدونه کورنۍ ويروي، چي خپل ماشومان ښونځيو ته واستوي.

Reuters/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل