1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوانتانامو يوازی د امريکا مسأله نه ده

۱۳۸۷ اسفند ۱۴, چهارشنبه

د ګوانتانامو د زندان له منځه تلل ورو ورو رانژدې کيږی، او په دې توګه د اروپايي ټولنې د هيوادونو پريکړه هم ، چې آيا او تر کومو شرطونو لاندې د پخوانيو بنديانو منلو ته تيار دی.

https://p.dw.com/p/H5K9
سمبوليک عکس. د امريکا جمهور ريس اوباما او د ګوانتانامو زندان
سمبوليک عکس. د امريکا جمهور ريس اوباما او د ګوانتانامو زندانانځور: AP/DW

د بشری حقونو خدمتګارانو په اروپايي ټولنې ، د امريکايی زندان ګوانتانامو د بنديانو د منلو په اړوند زور زيات کړيدی. د اروپايي ټولنې په يوه غونډه کې به د ويزې په پوښتنو او په دې هکله چې دغه کسان به د اقامت يا اوسيدو کوم حقونه ولری - که ومنل شی ـ تر لاسه کړی. په دې اړه ميشاييل بيکر داسې معلومات راکوی.

د امريکې د بشری حقونو د ټولنې «ريترايف» غړﺉ زخاری کاڅنيلسون ټينګار کوی چې ګوانتانامو يوازی د امريکا مسأله نه ده. ده ته دا سوال نه پاتې کيږی چې اروپايان بايد مرسته وکړی څو دغه لاګر وتړل شی.

« په دې مسأله کې اروپا پاک لاسونه نه لری - واضح خبره ده چې امريکا لوړ مسؤليت لری - خو اروپا هم دلته يو ډير ناپاکه رول ولوباوه.»

په اروپا کې د سی آی اِې د پټو الوتنو زغم وشو، اروپايي امنيتی کارکوونکو په ګوانتانامو کې له بنديانو څخه ګرويږنې وکړی او د امريکې د متحدو ايالتونو لخوا د ربړونو په نتيجه کې له لاسته راغلو معلوماتو څخه يي ګټه واخیسته.

کاڅنيلسون ډير ځله ګوانتانامو ته تللی، دﺉ په دغه لاګر کې د 30 تنو بنديانو وکيل وو. د هغو څخه يو تن الجزايرﺉ احمد بِل باچا دی.

سږ کال به دغه زندان وتړل شی
سږ کال به دغه زندان وتړل شیانځور: picture-alliance/ dpa / DW

دﺉ له کلونو راپديخوا په ګوانتانامو کې دی، که څه هم چې امريکاييانو دده پر ضد هيڅ شی نه دي موندلي. بيل باچا أه دې ويرې چې ده ته په الجزاير کې څه پيښ شی، تر جيح ورکوی چې په ګوانتانامو کې پاتې شی او نه غواړی چې خپل هيواد ته ستون شی.

«دﺉ په ګوانتانامو کې ناست دی ، که څه هم چې امريکاييانو دﺉ خوشی کړيدی.دﺉ په يوه اوسپنيزه کوټه کې چې کړکۍ هم نلری د ورځې 22 تر 23 ساعته ناستی، له دې نه چې الجزاير ته واستول شی، ښه بولی. »

بيل باچاد ګوانتانامو له هغو 60بنديانو څخه دی چې د بشری حقونو د ټولنو د انګيرنو له مخې بايد په اروپايي ټولنه کې منل شوی وای.

له امنيستی انترنشنل څخه کاميلا جيلبارت په ټينګار وايي « موږ په هيڅ هيواد زور نه اچوو چې د يوه بند ی په اړه له معلوماتو پرته هغه ومنی.» دغه معلومات د امريکې د متحدو ايالتونو په اختيار کې ايښودل کيږی.

د بشری حقونو ټولنې په دې ډاډه دی چې، د يادو شويو 60 بنديانو څخه اروپا ته هيڅ کوم خطر نه دی متوجه.

«له دغو کسانو څخه په سلهاوو ځلې ګرويږنه شوې.نه يوازې د امريکې د متحدو ايالتونو لخوا بلکې ډير ځله د اوپايي حکومتونو لخوا. ددوی د دوسيو پاڼې دومره اړول شوی چې تر اوسه د هيچا نه وې اړول شوې. او دا چې د امريکې متحد ايالتونه حاضر شوی چې دوی خوشی کړی، نو يو پکې شته.»

دادې اوس د اروپايي ټولنې ډير هيوادونه اوس په دې باب سوچ کوی چې د ګوانتانامو بنديان ومنی که نه، په آلمان کې هم په دې باب بحثونه ر واندی.

په رښتيا سره تيارﺉ تر اوسه يواځې پرتګال او ليتوانيا ښودلی دی.

د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو وزيران غواړی د فبرورۍ په 26 د پنجشنبې په ورځ په بروسل کې د لومړی ځل لپاره په دې غږيږی .

له امنيستی انترنشنل کاميلا جيلبارت څخه وايي:

« موږ غواړو چې اروپا مرسته وکړی، څو دغه انسانی يا د انسانانو لانجه پايته ورسوی.