1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوانګ چین دی آزاد کړای سي!

۱۳۹۰ آذر ۱, سه‌شنبه

چین ګوانګ چین تر ټولو دمخه په چین کې د یوه کوچني د پیدا کېدو د سیاست پر ضد خپله مبارزه اعلان کړه

https://p.dw.com/p/13Ezf
ګوانګ چین
ګوانګ چینانځور: Patrick Poon

کله چې سړی په چین کې د بشري حقونو د مدافع چین ګوانګ چین نوم په تویتر کی ورکړي ، نو هیڅ شی نه لیکل کیږي.

د چین حکومت اوس ډېر اندیښمن دی دا ځکه چې د یو څو اونیو راهیسي په چین کې د انترنت کاروونکې د بشري حقونو د دغه مدافع په کور کې د بندیګرت د وخت د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

دې په اصطلاح د پای لوچه څارنوال په حیث خپل په ټاټوبي شان دونګ کې د هغه ځای اوسېدونکو ته مشورې ورکوي چې د جبري عملیات او کوچني د ایسته کولو د قانون د لاری د ځان څخه دفاع وکړي.

دې په خپل دغه عمل سره نور د چین د حکومت دښمن ګرځېدلۍ دی. په ۲۰۰۵ کال کې چارواکو دې په خپل کور کې تر نظارت لاندی ونیوه .

په ۲۰۰۶ کال کې یوې چینایي محکمې دې په څلور کاله بند محکوم کړ. پر ده باندی د عامه نظم د خرابېدو تور لګېده.

چین ګوانګ چین د تېرکال په سپتمبر کې د زندان څخه راخلاص سو او د هغه راهیسي بیا هم د خپلې مېرمنې او شپږکلنۍ لور سره په خپل کور کې تر نظارت لاندی دی.

نوموړی باندی سره هیڅ ډول اړیکې نه لری. د ده لور حتی اجازه نه لری چې مکتب ته ولاړه سي. همدارنګه داسی آوازې هم موجودي دي چې چین ګوانګ دی لږترلږه یو واری سخت شکنجه سوې هم وي.

د بشري حقونو فعالین د ده د خلاصون د پاره مظاهرې کوي. که څه هم چین ګوانګ چین کاملاً تر نظارت لاندی دی خو بیا هم د چینایی انترنت پاڼي کاروونکي د ده سره خپل پیوستون ښکاره کوی او د هغه څخه ملاتړ کوي.

ځینی بیا د یو تیوب او یوکو په نامه انترنت پاڼی د لاری د ده په ویاړ د اورلوبو فلمونه ښکاره کوي. او ځینی بیا داسی تصویرونه خپروې چې پر سر یې لیکل سوي وي: ګوانګ چین دی آزاد کړای سي!

خو د سانسور چارواکو بیا هغومره چې یې په وسه پوره وي ، کوښښ کوي دغه ډول تصویرونه بند کړي.
آژانسونه/ ګلغوټې پوپل
کتونکی: شمس الرحمان ناصر