1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ګوتريش: د مهاجرو د ډوبيدو پيښې «زړه ماتونکې» دي

۱۳۹۶ مرداد ۲۰, جمعه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې په وروسیتو دوو ورځو کې دې پيښو سخت دردولی دی چې مهاجر د انساني قاچاق وړونکو له لوري دې ته مجبوره شوي چې ځانونه اوبو ته وغورځوي. د شا او خوا د ۶۰ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2i4G4
Yemen Aden Flüchtlingsboot
انځور: Imago/ZUMA Press

په ورستيو دوو ورځو کې د يمن په سواحلو کې دوه ځلې انساني قاچاق وړونکو کښتيو کې سپاره مهاجر دې ته اړ کړل چې اوبو ته ځانونه وغورځوي. دغه پيښې د يمن سواحلو ته نژدې رامنځ ته شوي دي. دغه مهاجر چې له افریقایي هیوادونو سره یې تړاو درلود د خليج سيمې هيوادونو ته په لاره ول.

دويمه پيښه د پنجنشنبې په ورځ د يمن سويلي بندر ته نزدې رامنځته شوې ده. په دغه سيمه کې يوه کښتۍ چې ۱۸۰ تنه مهاجر په کې سپاره ول د انساني قاچاقبرانو له خوا ودرول شوه او مهاجرو ته وویل شول چې ځانونه اوبو ته واچوي. په دغه پيښه کې لږ ترلږه شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش د يادو پيښو په اړه ويلي دي چې دی ورباندې د زړه له تله درديدلی دی.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دفتر له خوا په خپرې شوې بیانه کې د ګوتريش له قوله ويل شوي دي چې دا ډول پيښې خورا زياتې دردونکي او د افسوس وړ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دغه پيغام کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی دي چې د ټولو هغو روانو شخړو د حل له پاره هڅې وکړي، چې تر دې حده مهاجرتونو ته د انسانانو د مجبوريدو سبب واقع کيږي.

ګوتريش زیاته کړې ده چې دغه روان بد وضعيت مهاجر له ډیرو خطرونو سره مخامخ کوي. د هغه په خبره د دغې لويې ستونزې د ختمولو له پاره په کار ده چې د مهاجرتونو اصلي لاملونه حل کړای شي او په وینا یې له دې پرته د دغه شان انسانانو ژغورنه ډيره ستونزمنه ده. ګوتريش دغه راز ټينګار کړی چې مهاجرتونو له پاره دې منظمې او ډاډمنې لارې برابرې کړل شي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې په حواله د پنجشبې ورځ اوبو ته د مهاجرو د لاهو کولو د پيښې ۱۲ تنه تر اوسه هم لادرکه دي. دغه پيښه د عدن په خليج کې رامنځته شوې ده.

له دې پيښې يوه ورځ مخکې هم دغه ځای ته نزدې په يوه کښتۍ کې سپاره ۱۲۰ تنه مهاجر دې اړ ایستل شوي ول چې خپل ځانونه اوبو ته وغورځوي. په دې پيښه کې نژدې پنځوس تنه په اوبو کې غرق شول.

د ملګرو ملتونو په حواله، په دواړو پيښو کې مړه شوی ډيری کسان د ايتوپيا او سوماليا هيوادونو اوسيدونکي دي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: