1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوټنبيرګ او کېسمن دآلماني پوځ د ماموريت په باب خبري سره کوي

۱۳۸۸ دی ۲۲, سه‌شنبه

دکال له پيل راهيسی پردې باندي بحثونه روان دي چي آيا دهيواد ډيره مهمه اسقفه، دداسي جملو دڅرګندولو اجازه لري او که څنګه ؟ دې ويلي وه :په افغانستان کي هيڅ شی ښه ندي . ټولي هغه ستراتيژۍ ښې ندي چي په هغو سره مو

https://p.dw.com/p/LRas
اسقفه مارګوت کېسمن او ددفاع وزير څوګوټنبيرګ
اسقفه مارګوت کېسمن او ددفاع وزير څوګوټنبيرګانځور: picture-alliance/ dpa

دا اوږده کلونه ځانونه وغولول . عسکر وسلې په لاس کي اخلي اوپه جګړو کي ملکي خلک وژل کيږي .

دالمان دپروتستانتانودکليسا دجرګې مشري ميرمن مارګوت کيسمن دمسيح دميلاد داختر او دمسيحي نوي کال په مناسبت خپلو موعضو کي له افغانستانه څخه دالماني پوځ دويستلو غوښتنه وکړه . دالمړي ځل نه وو چي په افغانستان کي يې دالمان دپوځ پر ګمارلو باندي نيوکه کوله . خو له هغه وخت راهيسي چي دا دالمان دپروتستانتانودکليسا دجرګې دمشري په توګه ټاکل شويده لمړي ځل وو چي داسي څرګندوني يي کولې . دې وويل :

«وسله سوله منځته نه راوړي مونږ دسولي دراوستلو لپاره نورو خيالونواوفکرونوته اړتيا لرو . »

خو حکومتي کړۍ وايي چي داخبري ديته مناسبي نوې . په مرکزي پارلمان کي دمسيحي ديموکرات دګوند وکيل فليپ ميسفلدر وايي چي دغه اسقفه په هيوادکي دننه دآفرينونو دلاسته راوړلو لپاره لدې موضوع څخه ناوړه استفاده کوي . اودماليې وزير شويبله وايی : کيسمن پردې سترګي پټوي چي المان دملګرو ملتونودموسسې په چوکاټ کي عمل کوي . همدغه ډول په مرکزي پارلمان کي دسوسيال ديموکرات دګوندددفاعي چارو مامور راينهارد روبه هم دميرمن کيسمن پر موعضې باندي انتقادونه کړيدي . خوددفاع وزيرکارل تيودور څو ګوتنبرګ ښکاره انتقاد پري ونکړ. اوهغه يي دخبرو لپاره خپل وزارت ته وبلله . ګوتنبرګ وايي :« مهمه داده چي سړي په متقابل ډول تفاهم ولرلی شي، اودهغو ټکو په هکله دافکارو تبادله وکړي چي د توپيرلرونکونظرياتو سبب کيږي .»

دخبرو دمحتوا په هکله دواړو خواوو چپتيا غوره کړيده . خوددفاع دوزارت وياند کريستيان دينست ويلي دي چي دوی به په راتلونکي کي دخپلو دريزونو په هکله زيادتره دافکارو تبادل وکړي . نوموړي وياند زياته کړيده چي،

« زماپه نظر دلته خبره پردې باندي چي ستاموقف داسي اوزما موقف داسي دی ، نده، بلکه هدف دادی چي دې رغونکو خبرو اتروته دافغانستان په هکله بحثونوکي سم اومناسب ځای ورکول شي . مونږ پدې خوشحاله يو چي دابحثونه چي ډيره موده شاته غورځول شوي وه، آخر بيرته کيږي .

دپروتستانتانو کليسا په جرمني کي په تيره بيا دنازي المان له وخت څخه وروسته ،ځان دجنګ او وسله والۍ پر ضد اقدام کولو باندي مکلف بولي ،اودپروتستانتانوپه نظر ددې په خاطر په سياست کي ګوتي وهل هم دمسيحيانو دنده ده .

مارګوت کيسمن تل بيا بيا دامکلفيت يادکړيدی اوپدې وروستيو ورځوکي يې په افغانستان کي دخپل هيواد دپوځ دګمارلو په وړاندي ردونکی درځ غوره کړيدی .او اوس موقع په لاس ورغلې وه چي خپل انتقادونه په مستقيم ډول ددفاع په وزارت کي هم څرګند کړي .

ماتياز بولينګر/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري